تاند- د دوبي په ګرمو ورځو کې، کله چې تودوخه د سانتي ګراد له ۴۰ درجې هم لوړه شي، خلک سړو خوړو او څښاکونو لکه ایس کریم، قلفي او یخو مشروباتو ته مخه کوي. خو ډېر وخت داسې کېږي چې د ډېر یخ شي له خوړلو یا څښلو سره سم په سر کې ناڅاپه یو تیز او شدید درد پیدا شي چې څو ثانیې وروسته پهخپله له منځه ځي. دې حالت ته د انګلیسي ژبې په عامه اصطلاح «برېن فریز» (Brain Freeze) ویل کېږي.
په طبي ژبه کې دې حالت ته «آیس کریم سر درد» یا «سپینوپالاتاین ګنګلیونورالجیا» ویل کېږي.
د هارورډ پوهنتون د طبي پوهنځي د څېړنې له مخې، دا لنډمهاله درد په حقیقت کې د انسان د بدن یو دفاعي غبرګون دی چې هڅه کوي دماغ د ناڅاپي یخوالي له اغېزو څخه خوندي وساتي.
دا درد څنګه رامنځته کېږي؟
کله چې ډېر یخ خواړه یا څښاک د خولې د تالو شا ته له حساسو برخو سره تماس پیدا کړي، هلته د وینې موجود نري رګونه سمدستي راټولېږي. دماغ دا ناڅاپي یخوالی د یوه احتمالي خطر په توګه درک کوي او د سیمې د بېرته تودولو لپاره ډېرې وینې هلته استوي.
د دې بهیر په ترڅ کې د وینې رګونه لومړی ژر تنګېږي او بیا د ګرمې وینې د زیات جریان له امله ناڅاپه پراخېږي. د رګونو دغه چټک بدلون پر عصبي رشتو فشار راوړي او همدا فشار د څو ثانیو لپاره د سر د شدید درد سبب کېږي.
ولې ژر له منځه ځي؟
ځکه چې بدن ډېر ژر د سیمې تودوخه بېرته عادي حالت ته راولي. کله چې د وینې رګونه خپل عادي حالت ته ستانه شي، پر اعصابو فشار هم کمېږي او درد له منځه ځي.
له همدې امله، «برېن فریز» که څه هم ناڅاپي او ځوروونکی وي، خو عموماً بېضرره وي او د بدن د طبیعي دفاعي سیستم یوه برخه ګڼل کېږي.