تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۳ مه) د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، د جمعې په ماښام ویلي چې له امریکا سره لا تر اوسه کوم رسمي تړون نه دی لاسلیک شوی او د احتمالي هوکړې ځینې مهم موارد لا هم د خبرو په پړاو کې دي.
عراقچي د ایران دولتي ټلویزیون ته وویل چې د امریکا او ایران ترمنځ احتمالي هوکړه دوه پړاوونه لري او د ایران اتومي موضوع دوهم او وروستي پړاو ته ځنډول شوې ده. هغه زیاته کړه چې د مذاکراتو پایله یو «۱۴ مادهییز تفاهملیک» دی، خو جزییات به یې تر نهايي کېدو وروسته اعلان شي.
نوموړي وویل: «لا هم کوم تفاهم نه دی لاسلیک شوی او ښايي په ځینو موضوعاتو کې بدلون راشي.»
عراقچي همداراز ادعا وکړه چې په دې احتمالي تفاهم کې به د لبنان په ګډون په بېلابېلو جبهو کې د جګړو د پای ته رسېدو اعلان هم شامل وي.
د هرمز تنګي په اړه هغه وویل چې د نړیوالو قوانینو له مخې له بېړیو څخه د تېرېدو محصول اخیستل ممکن نه دي، خو د وړاندې کېدونکو خدماتو فیس به اخیستل کېږي. نوموړي ادعا وکړه چې ایران او عمان به د هرمز تنګي د راتلونکې ادارې په اړه ګډه اعلامیه خپره کړي.
هغه دا هم وویل چې د احتمالي تړون له مخې به د ایران پر بندرونو د امریکا سمندري محدودیتونه لرې او د ایران کنګل شوې شتمنۍ ازادې شي، خو امریکايي چارواکو تر دې وړاندې د دغو شتمنیو د ازادېدو راپورونه رد کړي دي.