Homeخبرونهد مزارشریف په دشت شور سیمه کې لوی اور لګېدلی

د مزارشریف په دشت شور سیمه کې لوی اور لګېدلی

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۲۲ مه) د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې نن (جمعه) پراخ اور ولګېد چې د شاهدانو په وینا، له امله یې ګڼ لوګي، زورورې چاودنې او د اور د وژلو پراخې هڅې روانې دي.

ځايي اوسېدونکو ویلي چې اور د ښار د دوهمې حوزې په دشت شور سیمه کې، د خبریال څلورلارې ته نژدې، پیل شوی او څو ساعته یې دوام کړی دی. د پېښې د رامنځته کېدو لامل تر اوسه نه دی څرګند شوی.

د اورلګېدنې سیمه یو شمېر مهمو مرکزونو، لکه طبي انستیتیوتونو، وترنري کلینیک، پخواني پوځي روغتون او څو خصوصي روغتیايي مرکزونو ته نژدې دی. د سیمې اوسېدونکي وایي چې لوګي د ښار له لرې سیمو هم لیدل کېدل.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې لویې لمبې ښماري او لږ تر لږه یوه زوروره چاودنه اورېدل کېږي. شاهدان اټکل کوي چې ښايي چاودنه د سون توکو یا نورو اور اخیستونکو موادو له امله شوې وي.

چارواکو تر اوسه د احتمالي مرګ‌ژوبلې او یا د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب