Home+په امریکا کې تعلیم ته توجه| شاه‌محمود میاخېل

په امریکا کې تعلیم ته توجه| شاه‌محمود میاخېل

پرون او نن زما د دوه لمسو، مزمل زماني د ابتداییه ښوونځي او نعمان میاخیل د وړکتون (Kindergarten) نه د فراغت مراسم و. که څه هم زه الحمدالله له د اووه اولادونو نه یوویشت لمسیان لرم او هر یو په ښوونځیو کې ښه روان دی خو په تیرو شلو کلونو کې کم فرصت پیدا کیده چې د لمسیانو سره ښوونځیو ته لاړ شم او یا د دوی د ښوونځیو د فراغت او نورو فعالیتونو په برخه کې ونډه واخلم. مشر لمسی مې د پوهنتون په اول صنف کې دی. زما اوه واړو اولادونو پوهنتونونه ویلي او تر دوکتورا او ماسترې تر کچې هم ځیني رسیدلي دي. زما کشر ورور، غازی محمود میاخیل هم دلته اوسیږي او هغه هم سافټویر انجینر دی. غازي محمود زما د مشر زوی، ډاکتر نایل محمود تقریبا همزولۍ دی او ما ته هغه هم د اولاد نه زیات دی او کم نه دی. د هغه هم اوه اولاودونه دي. هغه دوستان او خپلوان چې زما د کورنۍ سره اړیکې لري او زما اولادونه او ورور د نږدې نه پیژني، هغوي ته معلومه ده چې دوی ټولو خپل افغاني او اسلامي ارزښتونه ساتلي او په خپله مورنۍ ژبه فصیحه خبرې کوي. تعلیم او درسونه څوک نه ګمراه کوي.
اصلي مطلب مې د دې پوست نه د اولادونو معرفي نه ده بلکې د دغه ځای د سیستم او سهولتونو یادونه ده. دلته د فراغت مراسم د کودکستانونو، ابتداییه ښوونځيو، متوسطو او لیسو د فارغینو لپاره چې د ښوونځي د یوې مرحلې نه بلې مرحلې ته داخلیږي نیسي تر څو د دوی د تعلیم سره مینه او شوق پیدا شي او لوړو زده کړو لپاره تیارې ونیسي.
د ابتداییه ښوونځیو اکثره مدیران یا زمونږ او ستاسي په اصطلاح سرمعلمین دوکتورا لري. د ابتداییه ښوونځیو یو سلنه استاذان او د لیسو دوه سلنه استاذان دوکتورا لري. په امریکا کې د ۱.۸-۲ میلونو پورې ابتداییه ښوونځي شتون لري. په دې توګه تقریبا د ابتداییه ښوونځیو د ۱۸۰۰۰-۲۰۰۰۰ استاذان دوکتورا لري. نور استاذان اکثره ماستري او لسانس لري او د معلمي په برخه کې یې باید امتحانونه ورکړي وي. په ابتداییه ښوونځیو کې ۸۹ سلنه، په متوسطه ښوونځیو کې ۷۲ سلنه او په لیسو کې ۶۰ سلنه استاذان، ښځینه استاذانې دي. یعنې د امریکا د ابتداییه، متوسطې او ثانوي تعلیمي نظام د ملا تیر ښځینه استاذانې دي. اوس دا ارقام او حالت د افغانستان سره مقایسه کړي. وایي امریکا ولې پرمخ تللې هیواد دی ځکه چې د تعلیم بنیاد په ښځو ولاړ دی او زمونږ په ټولنه کې د ښځو څه بد حال دی.
د هر ابتداییه ښوونځي ودانۍ، سهولتونه، تدریسي مواد، د لوبو میدانونه، جمنازیمونه، د موټرو د ودریدلو ځای، ښوونځیو ته د زده کوونکو د وړلو او راوړلو لپاره ترانسپورت او بسونه، د غرمې ډوډۍ او سهارنۍ خواړه یوه لویه بودیجه غواړي او هغه د تر دولسم صنف پورې ټولو زده کوونکو ته مهیا او مجاني دي. هغه زده کوونکي چې معیوبه او یا مشکلات لري، د هغوي‌ لپاره خاص سهولتونه او حتی ښوونځي په نظر کې نیول شویدي. د ابتداییه ښوونځیو ودانې د کابل پوهنتون د زراعت، انجینرې او پل تخنیک د پوهنځیو نه په لوړه کچه دي چې هغه هم په اویایمه لسیزو کې امریکایانو او روسانو جوړ کړي و.
په شپاړسمه سدې کې چې کله اورپایان د مذهبي ازادې په خاطر امریکا ته مهاجر شول، نو دوی مدرسې جوړې کړلې چې انجیل خلک ولوستلې شي. د هغه ابتدایي مدرسو نه د دوی تعلیمي حالت دغه ځای ته ورسول شو. یعنې دوی خپلې مدرسې په پوهنتونونو او ښوونځیو بدلې کړلې. امریکا د دنیا پرمخ تللې هیواد د علم او تکنالوژۍ په اساس شو.
دا د دې معنی نه لري چې امریکایانو عیسویت یا خپل مذهب پریښودلې دی. اوس هم تقریبا ۶۵ سلنه د امریکا ولس په عیسویت عقیده لري البته مسلمانان او د نورو مذاهبو کسان او یا هغه کسان چې په هیڅ مذهب عقیده نه لري هم  په امریکا کې اوسیږي. په امریکا کې تقریبا ۲۵۵۰۰۰ کلسیاګانې، ۴۰۰۰ جوماتونه، ۷۰۰۰ د یهودانو د عبادت ځآیونه، زر د هندوانو درمسالونه، څلور زره د بودایانو معبدونه او زر د سکهانو درمسالونه شتون لري. خلک په خپله خوښه د دغه مذاهبو یا دینونو پیروان دي. په چا زور نشته چې عبادت وکړي او یا د عبادت نه منع شي.
اوس د دغه دوکتورا ګانو حالت د افغانستان د دوکتور صیبانو سره مقایسه کړې چې زیادترو یې په چپترونو لسان، ماستري او وروستیو وختو کې د دوکتورا خاوندان شویدي. هغه نیمچه عصري زده کړې، پوهنتونونه او لیسې هم په مدرسو بدلې شولې. طالبان فکر کوي چې څوک پوهنتون او عصري علوم ووایي نو کافر کیږي او دین پریږدي. امریکا کې چې څوک اوسیږي، اکثریت مطلق تعلیمافته دي، خو اوس هم په عمومي توګه د ټولو مذاهبو پيروان تقریبا اتیا سلنې ته رسیږي. هر مذهب او دین ته اجازه شته چې فعالیت او عبادت وکړي.
د افغانستان نیمچه دیني ملایان چې پخپله په دین نه پوهیږي، د دین نه یې داسې وسیله جوړه کړې چې نور خلک د دین نه بیزاره کړي. دا کومې څرګندونې چې د طالبانو دا ځینې مشران کوي، دا پخپله د دې وسیله کیږي چې خلک د دین نه فاصله ونیسي. هغه ملایان چې د دین په نوم د ځانه دین تعریفوي، هغوي د ټولو نه زیات دین او اسلام ته په تیرو پنځو کلونو کې ضرر ورسوه.
دا معلومات مې په دې خاطر شریک کړل چې د اسلام دین، مسلمانان د تعلیم نه نه منع کوي بلکې د دین ساتل په علم کیږي نه په پیتاوي خبرو. په اوسني عصر کې هر کس د کلو د ملا نه زیات په علم او دین پوهیږي او معلوماتو ته لاسرسې لري. د دین او غیر دیني قصو او خبرو فرق کولې شي. عاقبت ته دې خدای خیر کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب