Homeخبرونهد ښځو د کرکټ نړیوال جام لوبې نن پيلېږي

د ښځو د کرکټ نړیوال جام لوبې نن پيلېږي

تاند (جمعه د غبرګولي/ جوزا ۲۲مه) نن جمعه د انګلېنډ په کوربتوب د ۲۰۲۶ کال د ښځو شل اووریز نړیوال جام پیلیږي.

دغه جام نن ماښام ۵ نیمې بجې د انګلنډ او سرېلانکا د ښځینه وو ملي لوبډلو ترمنځ پيلېږي.

په دې نړۍوال جام کې د کرکټ ټولې ۱۲ لوبډلې برخه لري چې، په الف ګروپ کې:

اسټرالیا، بنګله دېش ، نیدرلنډ، پاکستان، جنوبي افریقا او هند ښځينه ملي لوبډلې برخه لري.

په بي ګروپ کې:

انګلنډ، ایرلنډ، نیوزلنډ، سکاټلنډ، سرېلانکا او وېسټنډیز لوبډلې برخه لري.

په سي ګروپ کې:

د رسنیو د راپورونو له مخې د افغانستان جلاوطنه ښځینه لوبډله هم دې لوبو ته ور بلل شوې ده، خو دا چې څنګه په دې تړاو نور څه نه دي ویل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب