Home+اوسامو دازای؛ ژوند، ځان وژنې او کتابونه

اوسامو دازای؛ ژوند، ځان وژنې او کتابونه

اوسامو دازای
جاپاني لیکوال | زېږېدنه: ۱۹۰۹ جون ۱۹– مړینه: ۱۹۴۸ جون ۱۳ مه

د ژوند، ځان وژنې او کتابونو په اړه

اوسامو دازای یو مشهور جاپاني لیکوال دی، چې له ۱۹۰۹ څخه تر ۱۹۴۸ پورې یې ژوند کړی. هغه د ریونوسوکه آکوتاګاوا او فیودور داستایفسکي په شان لیکوالانو تر اغېز لاندې و.

د دازای آثار چې په جاپاني ژبه لیکل شوي، د جاپان پر معاصرو لیکوالانو ډېر اغېز لري، خو اثار یې په نورو ژبو لږ ژباړل شوي دي. د هغه په ویاړ په جاپان کې په ۱۹۶۵ کال کې د د اوسامو دازای ادبي جایزه رامنځته شوه، چې هر کال د لنډو کیسو نوو لیکوالانو ته ورکول کېږي.

د هغه په مهمو آثارو کې «نه انسان» او «د لمر لوېدا» شامل دي.

 بیوګرافي

اصلي نوم یې شوجي څوشیما و، چې وروسته په جاپان کې د اوسامو دازای په نوم مشهور شو. هغه د ۱۹۰۹ کال د جون په ۱۹مه د یوې شتمنې کورنۍ لسم ماشوم و.

د هغه پلار د پارلمان غړی و، او مور یې ناروغه وه، نو هغه خدمتګارانو او خپلې ترور لوی کړ. پلار یې په ۱۹۲۳ کې د ځیګر په سرطان ومړ.

زده کړې یې په ۱۹۱۶ کې پیل کړې، وروسته د هیروساکي د ادبیاتو پوهنځي ته داخل شو. د زده کړو په ترڅ کې یې له بېلابېلو خپرونو سره کار کاوه.

کله چې د هغه خوښ لیکوال ریونوسوکه آکوتاګاوا ځان وواژه، دې پېښې پرې ډېر منفي اغېز وکړ او لیکوالي یې یوه موده پرېښوده.

په ۱۹۲۹ کې هغه له یوې ښځې سره یوځای د «جووشي» په طریقه د ځان وژلو هڅه وکړه (چې پکې ښځه او نارینه ځانونه سیند ته غورځوي). ښځه مړه شوه، خو هغه وژغورل شو. وروسته یې له یوې ښځې هاڅویو سره واده وکړ.

سیاسي فعالیت او ستونزې

اوسامو دازای د زده‌کوونکو په اعتصابونو کې برخه واخیسته او حتی د کمونیست ګوند ملاتړ یې کاوه. په ۱۹۳۰ کې ونیول شو، خو وروسته یې د کورنۍ په غوښتنه سیاسي فعالیتونه پرېښودل.

د لیکوالۍ پیل

په لومړي ځل یې په ۱۹۳۳ کې د «اوسامو دازای» مستعار نوم وکاراوه.

په ۱۹۳۵ کې یې د «وروستیو کلونو» کتاب ولیکه او د ځان وژنې هڅه یې وکړه، خو بیا هم پاتې راغی. وروسته ناروغ شو، په روغتون کې بستر شو او په نشه‌یي درملو روږدی شو.

وروسته یې درملنه وشوه، خو پوه شو چې ښځې یې خیانت کړی. له هغې جلا شو او بیا یې له میچیکو سره واده وکړ. دوی درې ماشومان درلودل، چې یوه لور یې یوکو څوشیما وروسته مشهوره لیکواله شوه.

اوسامو دازای

وروستي کلونه او مړینه

هغه وروسته په الکولو روږدی شو او خپله کورنۍ یې پرېښوده. تر ۱۹۴۸ پورې یې لیکوالي ته دوام ورکړ.

په همدې کال کې یې له یوې ښځې تامي یومازاکي سره د مینې رابطه جوړه شوه او له هغې سره یوځای یې بیا ځان وژنه وکړه او دواړه د سیند په اوبو کې ډوب شول.

د هغه جسد په توکیو کې وموندل شو او هلته خاورو ته وسپارل شو.

د کتابونو پېژندنه

اوسامو دازای نژدې ۱۰۰ آثار لیکلي دي. د هغه لیکنې زیاتره ژوندلیک‌وزمه (نیم-خپل ژوندلیک) دي او د انسان طبیعت، ټولنیزو ستونزو او رواني مسایلو ته پاملرنه کوي.

مهم آثار:

  • «بدلون» (۱۹۳۳) – د ځان وژنې په اړه یو خیالي اثر
  • «وروستي کلونه» (۱۹۳۶) – د ۱۵ لنډو کیسو ټولګه
  • «یادښتونه» – د هغه د ژوند انعکاس
  • «د بوفون ګلان» (۱۹۳۵) – د ناکامې ځان وژنې کیسه

تر ټولو مشهور کتاب

  • نه انسان یا انساني زوال (No Longer Human)
    دا د هغه تر ټولو مشهور اثر دی، چې د ژوند، الکولو، ځان وژنې او رواني ستونزو په اړه اعترافي بڼه لري.

بل مهم اثر

  • د لمر لوېدا (۱۹۴۷)
    دا ناول له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د جاپان ټولنیز بدلونونه بیانوي.

جایزې

هغه دوه ځلي د اکوتاګاوا جایزې ته نوماند شوی و.

د اوسامو دازای دا لاندې لنډه کیسه تکړه لیکوال حیات ژوند ژباړلې:

سېمو | لیکوال: اوسامو دازای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب