Homeخبرونهکرکټ: افغان ملي لوبډله نن له هند او الف لوبډله له سرېلانکا...

کرکټ: افغان ملي لوبډله نن له هند او الف لوبډله له سرېلانکا سره سیالي لري

تاند (شنبه د غبرګولي/ جوزا ۲۳مه) د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځینو لوبو لړۍ نن پيلېږي.

افغان ملي لوبډله به د ورځې په ۱۲ نیمې بجې د هند له ملي لوبډلې سر د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

تر دې وړاندې په ټېسټ لوبه کې هند لوبډلې افغان لوبډلې ته په یوه پاڼۍ او ۳۰۰ منډو ستره ماتې ورکړې ده.

دغه لوبه د هند په درمسالا لوبغالي کې چې، نن په کې د باران اټکل ورکړل شوی ترسره کېږي.

بل لورته بیا د افغانستان، هند او سرېلانکا د الف لوبډلو ترمنځ په درې اړخیزه لوبلړۍ کې نن افغان الف( ابدالیان) لوبډله له سرېلانکا سره مخ ده.

افغان الف لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې هند الف لوبډلې ته ماتې ورکړې ده.

بل لورته بیا سرېلانکا الف لوبډلې له هند الف لوبډلې په لومړۍ لوبه کې ماتې خوړلې ده. دغه لوبه د نن سهار په نهه بجو پيلېږي.

د الف لوبډلې لوبه بیا د سرېلانکا په ډمبولا لوبغالي کې ترسره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...