تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۹ مه) د چین په ژیجیانګ Zhejiang ولایت کې یوه داسي نادره طبي پېښه شوې، چې یو کس د زړه له درېدو ۴۰ ساعتونو وروسته بېرته ژوند ته راګرځېدلی دی.
د ساوت چاینا مارنینګ پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د ژیجیانګ د طب پوهنځي د روغتون د بیړنۍ څانګې ډاکټر لیو شیاو ویلي چې د دغه ۴۰ کلن ناروغ زړه ناڅاپه درېدلی و. په پیل کې د برقي شاک له لارې د هغه د زړه د درزا د بېرته راوستلو هڅه وشوه، خو بریالۍ نه وه.
وروسته ډاکټرانو له یوې پرمختللې وسیلې «اکسټرا کورپوریل ممبرین اکسیجینیشن» ECMO څخه کار واخیست، چې د مصنوعي زړه او سږو په څېر د وینې د اکسیجن په برابرولو کې مرسته کوي. د همدې سیستم په مرسته د ناروغ ژوند وساتل شو، حال دا چې د هغه زړه نژدې دوې ورځې درېدلی و.
ډاکټرانو ویلي چې د درملنې پر مهال د وینې د ټوټې کېدو د مخنیوي لپاره ځانګړې پاملرنه شوې او ناروغ په دوامداره توګه تر څارنې لاندې و. د زړه له بېرته فعالېدو وروسته هم ناروغ د لسو ورځو په مخه د همدې ماشین په وسیله وساتل شو.
ډاکتران وايي چې له شاوخوا شلو ورځو درملنې وروسته د ناروغ حالت ښه شو او هغه په خپلو پښو له روغتونه کور ته ولاړ.
ډاکټر لیو شیاو دا پېښه نادره بللې او ویلي یې دي چې دا ډول قضیې ډېرې کمې لیدل کېږي او د ناروغ بېرته رغېدا یو ډول طبي معجزه ده.
تر دې وړاندې تېر کال د چین په هوبي ولایت کې د یوې ښځې زړه له درېدو ۵ ساعته وروسته د همدې ماشین په وسیله بېرته فعال کړل شو.