تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۹ مه) د عدلیې وزارت وايي چې د ځمکو د غصب مخنیوي او بېرته راګرځولو کمېسیون په کابل ښار کې د شپاړسمې ناحیې ۸۴۱ جریبه ځمکه دولتي تثبیت کړې ده.
د طالبانو په وینا، د ځمکو د دوسیو د څېړنې محکمې د اسنادو له ارزونې وروسته حکم کړی چې دا ځمکې دې د بېرته راګرځولو کمېسیون ته وسپارل شي.
د عدلیې وزارت د چهارشنبې په ورځ (۹ ثور) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په ټول افغانستان کې د «غصب شویو» ځمکو د ارزونې، تثبیت او بېرته راګرځولو بهیر روان دی. خو وزارت نه دي ویلي چې دا ځمکې مخکې د چا له خوا نیول شوې وې او له هغوی سره څه ډول چلند شوی دی.
طالبان وايي چې تر دې مهاله یې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې ګڼې غصب شوې ځمکې پېژندلي او بېرته یې دولتي ملکیت ته ګرځولي دي.
د جمهوري حکومت په شل کلنه دوره کې په افغانستان کې میلیونونه جریبه ځمکه د زورواکانو له لوري غضب شوه. د جمهوري حکومت په وروستیو کلونو کې تر یوه حده هڅه وشوه چې غضب شوې ځمکې له غضبه خلاصې کړي خو دا کار یې په وس پوره نه و.