تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۹ مه) فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون د اصولو په بدلون سره افغان ښځینه فوټبالرانو ته اجازه ورکړه چې په نړیوالو رسمي سیالیو کې ګډون کولی شي، او دا کار هغو لوبغاړو ته چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته له هېواده وتلي، نړیوالو سیالیو ته د بېرته ستنېدو لاره برابروي.
د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې له ۲۰۲۱ کال وروسته هېڅ رسمي نړیواله سیالي نه ده کړې. د طالبانو له واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګېدلي، چې زدهکړې، کار او ورزش یې هم اغېزمن کړي او ګڼې ښځینه ورزشکارانې اړې شوې چې یا هېواد پرېږدي او یا خپل فعالیتونه بند کړي.
دا بدلون د فیفا «د افغان ښځو د فوټبال لپاره د عمل ستراتیژۍ» پر بنسټ شوی، چې تېر کال د فیفا شورا تایید کړې وه. همداراز د «افغان ښځې یو موټی» په نوم د یوې لوبډلې له جوړېدو وروسته عملي شوی، چې د فیفا په ملاتړ د بهر مېشتو افغان ښځینه فوټبالرانو لپاره د لوبېدو منظم فرصتونه برابروي. د فیفا مشر Gianni Infantino ویلي: «موږ د افغان ښځو د دې نوښت پر پرمختګ ویاړو او غواړو چې د دوی او نورو هغو غړیو ملاتړ هم وکړو چې نه شي کولای په عادي ډول ملي لوبډلې ثبت کړي.»
د یادې لوبډلې لپاره د نوو لوبغاړو د ټاکنې بهیر پیل شوی او فیفا په انګلستان او استرالیا کې د سیمیزو ټاکنیزو کمپونو کوربتوب کوي. شاوخوا ۹۰ لوبغاړو ته ځانګړې مرستې هم برابرې شوې دي. تمه ده چې دا لوبډله خپلې راتلونکې سیالۍ په جون کې ترسره کړي.
فیفا په ۲۰۲۱ کال کې تر ۱۶۰ څخه زیات هغه کسان هم ایستلي وو چې له فوټبال او باسکټبال سره یې تړاو درلود او له خطر سره مخامخ وو.