Homeخبرونهمخابراتو وزارت په کابل کې د لومړي ځل لپاره امتحاني 5G خدمات...

مخابراتو وزارت په کابل کې د لومړي ځل لپاره امتحاني 5G خدمات پیل کړل

تاند (چهارشنبه د ثور/ غويي ۹مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي چې، په پلازمېنه کابل کې په امتحاني ډول د ۷۴ انټنونو ظرفیت  5G ته لوړ شوی چې د زیربنا له چمتو کولو او له امتحاني دورې وروسته به یې د هېواد په نورو برخو کې هم تطبیق کړي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر، حمدالله نعماني د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رییس علي الله سروري سره په لیدنه کې د مخابراتي پوښښ په پراختیا، لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو برابرولو او د کیفیت پر ښه‌والي خبرې کړي.

په خبرپاڼه کې د علي الله سروري له قوله ویل شوي چې شرکت یې د ۲۰۲۶م کال له پیل راهیسې ۴۶ سایټونه د خپلې انکشافي بودیجې له مخې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپار.

نوموړي زیات کړې چې، دغه راز ۱۸۶ نور یې تر کار لاندې دي.

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت مسوولینو د طالبانو مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له وزیر او رهبرۍ څخه هم مننه کړې چې د چارو په آسانتیا او مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې یې تل همکاري او لاسنیوی کړی.

په ټولیز ډول، د طالبانو د مخابراتو وزارت وایي چې د مخابراتي سکتور پراختیا د هېواد د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره مهم رول لري او هڅه کوي چې دا برخه لا پیاوړې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

پاپلۍ راواخله لومړی ټوک د غويي دوه انځورونه درانه درانه غږونه غنم تک شنه ولاړ وو، د کور ترڅنګ د کاکا لطیف او پهلوان باغچه کې د الوبالو...