Homeخبرونهافغانستان د چین - سویلي اسیا په ۱۰م نندارتون کې ګډون کوي

افغانستان د چین – سویلي اسیا په ۱۰م نندارتون کې ګډون کوي

تاند (چهارشنبه د ثور/ غويي ۹مه) په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، افغانستان به سږ کال د چین- سویلي اسیا په ۱۰م نندارتون کې ګډون وکړي او خپل تولیدات به نندارې ته وړاندې کړي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، په یاد نندارتون کې د افغان شرکتونو د ګډون له پاره یې نن چهارشنبه غونډه وکړه.

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې،  په یاد نندارتون کې به د افغانستان له پاره په ځانګړو شوو ۷۲ غرفو کې ۴۵ شرکتونه خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.

دغه راز به څلور شرکتونه د ننداره کوونکو په حیث برخه په دغه نندارتون کې برخه واخلي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې، افغان شرکتونه به په دغه نندارتون کې غالۍ، زعفران، وچې مېوې، قیمتي ډبرې او ګڼ شمېر نور افغان توکي نندارې ته وړاندي کړي.

تېر کال د چین-جنوبي آسیا په نهم شپږ ورځني نړیوال نندارتون کې هم، افغان محصولات او تولیدات په ۸۸ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده| لعل پاچا ازمون

له درېم ټوک څخه د ۱۳۷۲ کال د کورنیو جګړو یو انځور بې کسه کتاب او د چوپتیا چغې د کوټې منځنی لاړی پر ملا مات و،...