Home+د پاکستان بمبارې او د افغانانو بیوسيl شاه محمود میاخیل

د پاکستان بمبارې او د افغانانو بیوسيl شاه محمود میاخیل

په تیرو پنځوسو کلونو کې چې زه د افغانستان د حالاتو نږدې څارونکې پاتې شوې یم او ټولۍ دورې مې د نږدې نه لیدلي، حتی د داخلي جنګونو په وخت کې هم افغانان دومره د بیوسې او ناهیلې سره مخامخ نه و لکه اوس چې مخامخ دي. په داخلي جنګونو کې ګاونډیانو خپلو پلویانو سره مرستې کولې خو پاکستان داسې بیشرمانه علني بمبارې د افغانستان په ولایتونو او پایتخت، کابل نشوې کولې.
څو ورځې د مخه مې لیکلي و چې افغانان د خبیثه مثلث په منځ کې راګیر دی. له یوې خوا د پاکستان دسیسې او توطیي د افغانستان په ضد روانې دي، چې نه پریږدې افغانستان کې ثبات رامنځته شي. له بلې خوا افغانان د پخواني قاچاقبرانو، فاسدو په نامه  مقاومتیانو، جنګي جنایتکارانو او د بشر د حقونو متجاوزینو په منځ کې راګیر دي چې د دوی دوسیې د بشر د حقونو په نړیوالو سازمانونو کې ثبت دي، چې نه ورته ملي ګټې ارزښت لري او نه د وقار او حیثیت په نوم څه پیژني. هر څوک یې کرایه کولې شي چې د افغانستان او د افغانانو د ګټو په ضد یې استعمال کړي. همداشان دریم اړخ یې د طالبانو د حاکمیت کړنې دي چې د اسلام او ښې حکومتولې د اصولو سره برابرې نه دي. د هرې ورځې په تیریدو سره افغانستان د انزوا، فقر او نیابتي جګړو سره مخامخ دی او د افغانستان راتلونکی د یوې نامعلومې خوا په لورې روان دی. د طالبانو تصمیم نیوکې کړې، نه د خپلو نږدې ملګرو مني، نه د افغانانو مني، نه د دنیا او خدای حکم مني. د کبر او کاذب غرور کاسه به یې خامخا نسکوریږي. د دغه پالیسیو د دوام پایله به دا وي چې هم به پخپله د انتحاریانو غوندې له منځه لاړ شي او هم به افغانستان او افغانان د ځانونو سره تباه کړي.
همداشان په نامه اکثره روښانفکره چې اصلا تاریک فکره دي او اکثره د هیواد نه بهر اوسیږي، سوسیالونو ته پراته دي، د دغه خبیثه مثلث د دریواړو حلقو نه هم بدتر رول لوبوي ځکه هغوي هم د کاذب شهرت، ټیک ټاک یا ټولنیزو رسنیو د لایکو د پنځو روپو ګټې په خاطر، او یا د خپل ساعت تیرې لپاره، د یو بل پښې وهي، یو بل سپکوي، او فکر کوي چې په منفي خبرو او کنځلو باندې به دوی ملي رهبران او د افغانستان ستونځې حل کړي. دوی ټوله ورځ ملي نفاق ته لمن وهي. د داسې روښانفکره او متعفنې کړیو نه هم د خیر طمعه نه کیږي.
له بده مرغه، افغانان د ښه او بهترین په منځ کې انتخاب نه لري بلکې د خبیثه دایرې د بد او بدتر په منځ کې راګیر دي.
همدا د ناهیلې او بیوسې اخري حد دی چې افغانان نه په داخل او نه په بهر کې څه کولې شي. کوم یو نیم چې معقوله خبره هم کوي، د دغه بیلابیلو طبقو کنځلمارې ډلې د ټاپو په لګولو ورته په سنګر کې ناستې دي چې په کنځلو یې مایوسه او چوپ پاتې شي.
عاقبت بخیر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت | ذبیح الله شفق

د اپریل ۲۳ مه د یونسکو له لوري د کتاب نړیواله ورځ نومول شوې ده. په دې مناسبت د ښاغلي شفق د مقالې لوستلو...