Homeخبرونهپه افغانستان کې په لومړي ځل ۵ جي خدمات پیل شول

په افغانستان کې په لومړي ځل ۵ جي خدمات پیل شول

تاند (پنجشنبه، د غويي/ ثور ۱۰ مه) په لومړي ځل په افغانستان کې د ۵ جي شبکې ازمیښتي پروژه پیل شوې ده.

د راپورونو له مخې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په کابل کې په ازمطښتي توګه د ۵ جي خدمتونه فعال کړي دي.

وزارت ویلي چې په پلازمېنه کې یې ۷۴ مخابراتي انتنونه ۵ جي ټکنالوژۍ ته لوړ کړي دي، او پلان لري چې د تخنیکي چمتووالي او ازموینو تر بشپړېدو وروسته دا خدمتونه نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

راپور زیاتوي چې د روان کال له پیل راهیسې ۴۶ نوې مخابراتي سایټونه جوړ او فعال شوي، او دا مهال ۱۸۶ نور سایټونه تر جوړېدو لاندې دي.

د معلوماتو له مخې، وزارت د دې ازمایښتي پروژې لپاره له افغان بېسیم مخابراتي شرکت سره همکاري کړې ده. دغه شرکت ویلي چې تېره میاشت یې د ۵ جي وسایلو ازموینه پیل کړې او پلان لري چې په راتلونکې کې دا ټکنالوژي په ټول هېواد کې وړاندې کړي. اوس مهال دغه شرکت شاوخوا ۵.۵ میلیونه پېرېدونکي لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارماني (ارماني) ځانګړتیاوې| غني حسن

(خاکه) په کندهار کي څلور تنه نعمت الله نالان، محمدیار یار،  سیداحمد او محب الله ارماني او یو بل ملګری په نیمروز کي محمدعوض محمدي؛...