تاند (پنجشنبه، د غويي/ ثور ۳۰ مه) د ملګروملتو د همږغۍ اداره، اوچا وايي، په افغانستان کې د سختو بارانونو له امله سېلونو سلګونه کسان مړه او ټپیان کړي او کابو ۵۷ زره کسان یې د بېړنیو مرستو محتاج کړي دي. د دې ادارې په وینا دا په داسي حال کې ده چې مرستندویې ادارې د زیانمن شوې زیربنا او د بودجې د کموالي له امله د مرستو په پراخولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې شاوخوا ۷۵۰۰ کورونه زیانمن یا ویجاړ شوي او مهمې زیربناوې لکه سړکونه، پلونه او کرنیزې ځمکې هم اغېزمنې شوې دي.
له ۷۳۳۰۰ اغېزمنو کسانو څخه ۵۶۹۰۰ تنه مرستو ته اړتیا لري، او تر دې مهاله تر ۳۱ زره ډېرو کسانو ته خواړه، نغدي مرسته، سرپناه او روغتیايي خدمات رسېدلي دي.
ارزونې په ۱۱۵ ولسوالیو کې بشپړې شوې او په ۳۴ نورو کې روانې دي، چې ښيي د زیان کچه ښايي لا هم لوړه شي. سېلونو بنسټیز خدمات هم سخت اغېزمن کړي؛ لږ تر لږه ۶۱ روغتیايي مرکزونه په کندهار، ننګرهار او لوګر کې زیانمن شوي او زرګونه خلک له درملنې بېبرخې شوي، که څه هم هېڅ مرکز په بشپړه توګه نه دی تړل شوی.
د زدهکړې برخه هم اغېزمنه شوې؛ یوازې په ننګرهار کې لږ تر لږه ۶۸ ښوونځي زیانمن شوي او په جنوبي ولایتونو کې ۵۵ نور هم اغېزمن دي، چې د لسګونو زرو زدهکوونکو زدهکړې یې ګډوډې کړې دي. ختیځ او جنوب ختیځ ولایتونه لکه کونړ، ننګرهار، خوست او پکتیکا تر ټولو ډېر زیانمن دي، چې ډېری کورنیو یې خپل کورونه او د عاید سرچینې له لاسه ورکړي یا په موقتي سرپناه کې بېځایه شوې دي.
مرستندویو ادارو بېړنۍ مرستې لکه خوراکي توکي، سرپناه، د اوبو او حفظ الصحې خدمات او روغتیايي پاملرنه وړاندې کړې ده، او ګرځنده ټیمونه په لرې پرتو سیمو کې هم خدمات رسوي. خو د مرستو بهیر د څو ستونزو له امله تر فشار لاندې دی، لکه له پاکستان سره کړکېچ، د اکمالاتي زنځیر ستونزې او د کډوالو بېرته راستنېدا، چې د بیړنیو زېرمو کچه چټکه کموي.
د خوړو د نړیوال پروګرام له خوا له ۷۴۰۰ څخه زیاتو کورنیو ته د دوو میاشتو لپاره د خوړو مرسته منظور شوې، خو خبرداری ورکړل شوی چې دا زېرمې په چټکۍ مصرفېږي. روغتیايي شریکانو تر دې مهاله تر ۹۷۰۰ ډېر کسان تداوي کړي او د عامې روغتیا د خطرونو په اړه اندېښنې شته، ځکه چې په اغېزمنو سیمو کې د نس ناستې ناروغۍ شاوخوا ۲۵ سلنه زیاتې شوې دي.
همداراز د ساتنې خطرونه هم زیات شوي؛ تر ۱۴ زره ډېر کسان د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي له ګواښ سره مخامخ دي، او نژدې ۲.۷ میلیونه خلک لا هم د ناچاوده مهماتو له خطر سره مخامخ دي چې سېلونه یې ځای بدلولی شي. ښځې، ماشومان او زیانمنې ډلې، په ځانګړي ډول د ښځو تر مشرۍ لاندې کورنۍ او معلول کسان، له زیات خطر سره مخامخ دي.
د سړکونو خرابوالی، ناامني او د بودجې کموالی لا هم د مرستو رسولو مخه نیسي، خو سره له دې مرستندویې ادارې هڅه کوي د ګرځنده او ټولنیزو میکانیزمونو له لارې ژوند ژغورونکې مرستې دوامداره وساتي.