Homeخبرونهد افغانستان او هند ټیستلوبه؛ د سلیم صافي د ستایلو وړ لوبه

د افغانستان او هند ټیستلوبه؛ د سلیم صافي د ستایلو وړ لوبه

تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۸ مه) د افغانستان چټک توپ‌اچوونکي محمدسلیم صافي د هند پر وړاندې په یوازینۍ ټېسټ لوبه کې د غوره توپ‌اچونې له امله د هر لوري ستاینه ترلاسه کړه. نوموړي د هند د لومړۍ پاڼۍ په ترڅ کې ۶ لوبغاړي د ۱۴۰ منډو په بدل کې وسوځول، خو د افغانستان توپوهونکو د تمې خلاف کمزورې لوبه وکړه.

د دوهمې ورځې تر پایه افغانستان ۱۱۳ منډې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو کړې وې او لا هم د هند له مجموعې منډو څخه ۴۵۱ منډې شاته و.

خو که محمد سلیم نه وای، د افغانستان وضعیت ښايي لا پسې خراب وای. هغه په سخته ګرمۍ کې په دوامداره توګه شاوخوا په ساعت کې په شاوخوا ۱۴۰ کیلومتره سرعت توپونه واچول او د هند د منډو د زیاتېدو مخه یې تر ډېره ونیوله.

سلیم د شنبې په ورځ Yashasvi Jaiswal او B Sai Sudharsan هم سوځولي وو. وروسته یې د دوهم نوي توپ په مرسته د هند لوبډلمشر شوبمن ګیل ، چې ۱۲۶ منډو یې کړې وې، وسوځاوه.

څو اووره وروسته Dhruv Jurel د توپ مسیر ناسم اټکل کړ او توپ یې مستقیم د آف سټمپ پر سر ولګېد. سلیم وروسته ماناو سوتهار او محمد سراج هم وسوځول. هند بیا خپله پاڼۍ په داسي حال کې پای ته رسېدلې اعلان کړه چې ۸ لوبغاړي یې سوځېدلي وو او ۵۶۴ منډې یې کړې وې.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې روزونکي ریچارډ پېبسRichard Pybus د محمد سلیم د ستاینې په ترڅ کې وویل:

«هغه رښتیا هم په زړه پورې لوبه وکړه. کله چې تاسو په دومره سخته ګرمۍ کې د یوه پیاوړي توپوهونکي ټیم پر وړاندې شپږ ویکټې واخلئ، دا نه یوازې د توپ‌اچوونکي لپاره، بلکې د ټولې لوبډلې لپاره لویه بریا ده. هغه په دوامداره توګه سم اوږدوالی (لینت) ساته، او کله چې توپ‌اچوونکی لینت وساتي، تل د لوبې په سیالۍ کې پاتې کېږي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب