اړیکې نه یوازې په ټولنیز ژوند کې ملګرتیا پیاوړې کوي او ستونزو ته لاسرسی اسانوي، بلکې په سیاسي ډګر کې هم د هېوادونو د پرمختګ سبب ګرځي. کله چې هېوادونه یو له بل سره ښې اړیکې ولري، نو د سوداګرۍ، تعلیم، ټکنالوژۍ او امنیت په برخو کې همکاري ډېریږي، چې دا هر څه د ولسونو د اقتصادي ودې او هوساینې اساس ټاکي.
په دې وېشل شوې نړۍ کې هېوادونه ورځ تر بلې هڅه کوي چې په اقتصادي او سیاسي ډګر کې خپل ملګري زیات کړي. دا ځکه چې هېڅ هېواد نشي کولی چې یوازې په ځان بسیا شي. نړیوالې اړیکې د دې لامل ګرځي چې هېوادونه له یو بل څخه زده کړه وکړي، خپلې ستونزې شریکې کړي او ګډې حل لارې ورته پیدا کړي. د کومو هېوادونو مشرتابه چې په سیاست کې مهارت ته رسېدلي وي او پوهېږي چې څنګه اړیکې ورغوي، همغومره یې ولس ته لاسته راوړنې له ښېګڼو او نیکمرغۍ ډکې وي، لکه اقتصادي وده، د کار فرصتونه او ټولنیز ثبات.
برعکس، هغه هېوادونه چې چارواکي یې په داخلي انډیوالیزم (خپلمنځي ګټو) کې راګیر وي او پر ملي ګټو شخصي ګټې مقدمې ګڼي، نو هلته پرمختګ ټکنی کېږي. دا ډول حالت نړیوالې اړیکې کمزورې کوي، او هېواد د انزوا لور ته بیایي. کله چې اړیکې سستې وي، نو اقتصاد زیان ویني، بېکاري زیاتېږي او خلک له سختو ستونزو سره مخامخېږي.
معلومه خبره ده چې ولس یې د ناسمو او نهغوړېدلو اړیکو له امله ورځ تر بلې د سوال پر سړکونو پاتې کېږي. ماشومان یې د زده کړو پر ځای درانه کارونه کوي، او ځوانان یې د بېوزلۍ او بیکارۍ له امله په مرګونو لارو کډوالېږي. نو هر نظام ته پکار ده چې هم په کور دننه یووالی ټینګ کړي او هم له نورو هېوادونو سره پر متقابل درناوي ولاړې اړیکې جوړې کړي، تر څو هم سیاسي ثبات تأمین شي او هم اقتصادي پرمختګ رامنځته شي.