Homeخبرونهد پاکستان د روغتیا وزیر په خپل هیواد کې د ایډز ناروغۍ...

د پاکستان د روغتیا وزیر په خپل هیواد کې د ایډز ناروغۍ پر خپرېدا ژوره اندېښنه حرګنده کړه

تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۹ مه) د پاکستان د روغتیا فدرالي وزیر، مصطفي کمال په خپل هیواد کې په بې ساري ډول د ایچ آی وي/ایډز د پېښو پر زیاتېدو ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، ښاغلي کمال د سې شنبې په ورځ (د غويي ۸ مه) د ایډز د پېښو او د بودیجې د لګښت په اړه په یوه مهمه خبري ناسته کې څو مهم انکشافات او پالیسۍ اعلان کړې دي.

هغه وویل چې د نادولتي موسسو له خوا د بودیجې د لګښت بشپړ معلومات نه وړاندې کېږي، چې دا موضوع د روغتیا وزارت لپاره د اندېښنې وړ ده او د شفافیت د نشتوالي له امله معلوماتو ته لاسرسی ستونزمن شوی دی.

د وزیر په وینا، په هېواد کې د ایچ آی وي ثبت شوې پېښې شاوخوا ۸۴ زره دي، چې له دې ډلې ۶۱ زره کسان تر درملنې لاندې دي، خو ۲۳ زره داسې ناروغان دي چې درملنه نه کوي او موندل یې ګران دي.

هغه ټینګار وکړ چې دا خبره سمه نه ده چې ایډز لاعلاجه دی، ځکه اوس دا ناروغي د کنټرول او درملنې وړ ده او په دولتي مرکزونو کې یې درمل وړیا ورکول کېږي.

نوموړي وویل، شمېرو ته په کتو د نفوس له مخې باید په پاکستان کې شاوخوا ۳۶۹ زره پېښې وای، خو اوسنی کچه یوازې ۰.۱ سلنه ده، چې تر نړیوال اوسط (۰.۵ سلنه) ټیټه ده.

د کمال په وینا، د پنجاب په تونسې سیمه کې راپور شوې پېښې د ۲۰۲۴ کال دي او د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ تر اپرېل پورې کومه نوې پېښه نه ده ثبت شوې.

هغه زیاته کړه چې په اسلام اباد کې ۶۱۸ پېښې ثبت شوې دي، چې ۲۰۸ یې ځايي دي او پاتې نورې له راولپنډۍ، خیبرپښتونخوا، ګیلکت بُلتستان او ازاد کشمیر سره تړاو لري.

د روغتیا فدرالي وزیر د پالیسۍ یو مهم اقدام هم اعلان کړ او ویې ویل چې حکومت به د ۱۰ سي سي پېچکارۍ پر بیا کارونې بشپړ بندیز ولګوي، څو د انتاني ناروغیو د خپرېدو مخه ونیول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده| لعل پاچا ازمون

له درېم ټوک څخه د ۱۳۷۲ کال د کورنیو جګړو یو انځور بې کسه کتاب او د چوپتیا چغې د کوټې منځنی لاړی پر ملا مات و،...