تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۹ مه) د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی، ضمیر کابلوف، چې پرون (سې شنبې) کابل ته راغی، د افغانستان د طالبانو د حکومت له باندنیو او کورنیو چارو وزیرانو سره د افغانستان او روسیې پر اړیکو خبرې وکړې.
وروسته له دې چې کابلوف د سېشنبې په ورځ په کابل کې له ښاغلي متقي سره وویني د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې پر همکاریو خبرې وکړې.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د همکاریو پر پراخولو، امنیتي، اقتصادي او سیاسي موضوعاتو بحث وشو. دواړو لورو د مثبت تعامل او سیمهییز ثبات په اړه هم نظرونه تبادله کړل.
دا لیدنې کتنې په داسې حال کې کېږي چې په سیمه کې، په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان ترمنځ، کړکېچ زیات شوی او د ځینو سرچینو پر اساس، د روسیې استازی د همدې وضعیت په تړاو د سلا مشورو لپاره کابل ته تللی دی.
بل لور ته، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د کابلوف او د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ترمنځ په خبرو کې د سیاسي او اقتصادي همکاریو پراخول اصلي محور و.
د یاد وزارت د عامه اړیکو مشر ضیا احمد تکل ویلي چې امیرخان متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو د پراختیا هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې دوهاړخیز تعامل باید لا پیاوړی شي. هغه د اقتصادي همکاریو پر پراخېدو، د ګډ اقتصادي کمېسیون پر فعالېدو او د سیاسي سلا مشورو لپاره د منظم چوکاټ پر جوړېدو هم ټینګار کړی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، ضمیر کابلوف هم ویلي چې مسکو چمتو دی له افغانستان سره خپلې همکارۍ نورې هم پراخې کړي.
د باندنیو چارو وزارت په خبرپاڼو کې د همکاریو جزیاتو او برخو ته کومه اشاره نه ده شوې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي چې له افغان چارواکو سره د کابلوف په خبرو کې د دوهاړخیزو همکاریو پراختیا او د افغانستان په ګډون د سیمهییز تعامل پیاوړتیا مهم موضوعات دي.
د روسیې د باندنیو چارو وزارت خبرپاڼه هم تر ډېره ګونګه ده.