Homeخبرونهد بریتانیا استازي له متقي سره د افغانستان- پاکستان پر کړکېج خبرې...

د بریتانیا استازي له متقي سره د افغانستان- پاکستان پر کړکېج خبرې وکړې

تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۹ مه) د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارد لیندسې Richard Lindsay د سې‌شنبې په ورځ کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره وکتل. دواړو لورو د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستیو نښتو، په دوحه کې پر څو اړخیزو خبرو او نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

لینډسې تر دې مخکې، د اپرېل په لومړیو کې د ارومچي له غونډې وروسته، له دواړو لورو غوښتي و چې تاوتریخوالی کم کړي او د دوامدارې سولې لپاره خبرو ته دوام ورکړي.

امیرخان متقي په دې کتنه کې د بریتانیا استازي ته ویلي چې د افغانستان امنیتي وضعیت خورا ښه شوی او حکومت د سیمې د هېوادونو باور ترلاسه کړی دی. هغه ټینګار کړی چې هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد استفاده وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، د بریتانیا استازي هم د سیمې او نړۍ د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه شریک کړل او ویې ویل چې د بریتانیا حکومت او خلک به له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي همداراز ژمنه وکړه چې د اړیکو د پراختیا لپاره به په راتلونکې کې هم افغانستان ته سفرونه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت | ذبیح الله شفق

د اپریل ۲۳ مه د یونسکو له لوري د کتاب نړیواله ورځ نومول شوې ده. په دې مناسبت د ښاغلي شفق د مقالې لوستلو...