تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۹ مه) د ۱.۲ میلیارد افغانیو په لګښت په فاریاب ولایت کې د برېښنا د لېږد او وېش درې پروژې پیل شوې دي.
د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر د سې شنبې په ورځ (د غويي/ ثور ۸ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغو پروژو کې د فاریاب له مرکزي سبسټیشن څخه تر بلچراغ او ګرزیوان ولسوالیو پورې د ۱۱۰ کیلوولټه برېښنا لېږد مزو غځول، په بلچراغ کې د ۱۱۰/۲۰ کیلوولټه سبسټیشن جوړول، او د برېښنا د وېش شبکې پراخول شامل دي.
همداراز، په بلچراغ کې د ۱۸ مېګاولټ-امپیر او په پښتونکوټ ولسوالي کې د ۵ مېګاولټ-امپیر ترانسفارمرونو نصب هم د دې پروژو برخه ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغو پروژو لګښت د حکومت له بودجې تمویلېږي او ټاکل شوې ده چې خصوصي سکتور یې د درې کلونو په موده کې بشپړ کړي.
چارواکو زیاته کړې چې د دې پروژو له بشپړېدو سره به په یادو سیمو کې د برېښنا ستونزې کمې شي او خلکو ته به د برېښنا ښه خدمات برابر شي.