Homeخبرونهد جرمني د صدراعظم د څرګندونو په اړه د ډونالډ ترمپ غبرګون

د جرمني د صدراعظم د څرګندونو په اړه د ډونالډ ترمپ غبرګون

تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۹ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جرمني د صدراعظم فیدریښ مرڅ پر وروستیو څرګندونو پېغوروزمه نیوکه کړې او ویلي  چې «هغه نه پوهېږي د څه په اړه خبرې کوي».

د امریکا ولسمشر په خپله خواله رسنۍ سوشل ټورت کې لیکلي: «فریدریښ مرڅ فکر کوي چې که ایران اتومي وسله ولري ستونزه نه ده. هغه نه پوهېږي چې څه وايي!»

ټرمپ زیاته کړې چې که ایران اتومي وسلې ولري، نو ټوله نړۍ به یرغمل شي. هغه ویلي چې اوس مهال د ایران په اړه داسې اقدامات کوي چې نورو هېوادونو یا پخوانیو ولسمشرانو باید ډېر پخوا کړي وای.

نوموړي همداراز ویلي چې دا د تعجب خبره نه ده چې په اقتصادي او نورو برخو کې د جرمني فعالیت کمزوری دی.

بل لور ته، د جرمني صدراعظم مخکې ادعا کړې وه چې امریکا د ایران له خوا «سپکه شوې» او خبرداری یې ورکړی و چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه به ژر پای ته ونه رسېږي.

مرڅ ویلي و چې ایران له تمې ډېر پیاوړی دی او امریکا په خبرو کې روښانه او قانع کوونکې ستراتیژي نه لري. د هغه په وینا، امریکا پرته له واضح ستراتیژۍ جګړې ته داخله شوې، چې دا چاره د جګړې پای ته رسول لا ستونزمنوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده| لعل پاچا ازمون

له درېم ټوک څخه د ۱۳۷۲ کال د کورنیو جګړو یو انځور بې کسه کتاب او د چوپتیا چغې د کوټې منځنی لاړی پر ملا مات و،...