تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۸ مه) هد ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ ادارې، یونسیف خبرداری ورکړی چې که د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار محدودیتونه همداسې دوام وکړي، افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې له ۲۵ زرو څخه د ډېرو ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخامخ شي.
د راپور له مخې، کېدای شي شاوخوا ۲۰ زره ښوونکې او ۵۴۰۰ روغتیايي کارکوونکې له سیسټم څخه ووځي، چې دا به د تعلیم او روغتیا هغه برخې زیانمنې کړي چې تر ډېره پر ښځو ولاړې دي.
د یونسیف د راپور پر اساس، چې پرون (دوشنبې) د ملګروملتو پر ویبپاڼه خپور شوی، افغانستان هممهاله هم روزل شوې ښځینه کدرونه له لاسه ورکوي او هم د کار بازار ته د ښځو د نوې نسل د داخلېدو مخه نیول کېږي. په ښوونه او روزنه کې دا ستونزه له اوسه لا څرګنده ده، ځکه د ښځینه ښوونکو شمېر، چې په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۷۲ زره وو، په ۲۰۲۴ کې نژدې ۶۶ زرو ته راکم شوی، په داسې حال کې چې د زدهکړو اړتیا لا هم لوړه ده.
په روغتیايي برخه کې هم باور کېږي چې د ښځو لپاره خدمات کمزوري شي، ځکه په ډېرو سیمو کې ښځې نارینه ډاکټرانو ته لاسرسی نه لري او ښځینه ډاکټرانې، نرسانې او قابلهګانې ډېرې لازمې دي.
د راپور پر اساس، د دې کمښت دوام به د میندو او ماشومانو پر روغتیا اوږدمهاله منفي اغېزې ولري.
د یونسیف په وینا، له هغه وخته چې د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د نجونو پر ثانوي زدهکړو بندیز لګول شوی، تر یو میلیون زیاتې نجونې له زدهکړو بېبرخې شوې دي.
که دا بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، نو له دوو میلیونو څخه زیاتې نجونې به له ابتدایي زدهکړو څخه پورته زدهکړو ته لاسرسی ونه لري، په داسې هېواد کې چې د ښځو د سواد کچه لا هم په نړۍ کې تر ټولو ټیټه کچه لري.
د یونیسف اجرائیه رئیسې، Catherine Russell، ویلي: «افغانستان نه شي کولای راتلونکي ښوونکي، نرسانې، ډاکټرانې، قابلهګانې او ټولنیزې کارکوونکې له لاسه ورکړي، ځکه همدا کسان بنسټیز خدمات پر مخ وړي. که نجونې له زدهکړو محرومې پاتې شي، همدا به راتلونکی وي.»
هغې له واکمنو چارواکو غوښتي چې د نجونو پر ثانوي زدهکړو بندیز لرې کړي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې چې د نجونو د زدهکړو د حق ملاتړ ته دوام ورکړي.
راپور وايي چې افغانستان له دوو بحرانونو سره مخامخ دی: له یوې خوا روزل شوې ښځینه مسلکي کدرونه له لاسه ورکوي، او له بلې خوا د نوي نسل د روزنې مخه نیول کېږي. د اټکل له مخې، تر ۲۰۳۰ کال پورې به هېواد شاوخوا ۲۰ زره ښځینه ښوونکې او ۵۴۰۰ روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي.
په تعلیمي برخه کې دا اغېز سره له اوسه څرګند شوی، ځکه د ښځینه ښوونکو شمېر چې په ۲۰۲۲ کال کې نژدې ۷۳ زره و، په ۲۰۲۴ کې شاوخوا ۶۶ زرو ته راکم شوی، چې دا کمښت په ځانګړي ډول د نجونو پر زدهکړو منفي اغېز کوي.
په روغتیايي برخه کې هم وضعیت اندېښمنوونکی دی، ځکه په ډېرو سیمو کې ټولنیز دودونه ښځو ته اجازه نه ورکوي چې په نارینه ډاکټرانو تداوي شي، نو د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت به د میندو، نویو زېږېدلو ماشومانو او ماشومانو روغتیا ته جدي زیان ورسوي.
راپور زیاتوي چې د ښځو او نجونو پر زدهکړو او کار محدودیتونه هر کال شاوخوا ۸۴ میلیونه ډالر اقتصادي زیان اړوي، او دا زیان به لا زیات شي.
یونیسف وايي چې دوی لا هم په افغانستان کې د ماشومانو د زدهکړو ملاتړ کوي. په ۲۰۲۵ کال کې تر ۳.۷ میلیونه زیات ماشومان له بیړنیو تعلیمي مرستو برخمن شوي او ۴۴۲ زره ماشومان—چې ۶۶ سلنه یې نجونې دي—د ټولنیزو زدهکړو له پروګرامونو ګټه اخیستې ده. همدارنګه ۲۳۲ ښوونځي جوړ یا بیارغول شوي دي.
کاترین رسل ویلي: «د افغان نجونو له ثانوي زدهکړو محرومول د ټول ملت راتلونکی له منځه وړي، نجونې، د هغوی کورنۍ او ټولنې په بېوزلۍ کې بندوي، د روغتیا وضعیت کمزوری کوي او هغه اقتصادي ځواک چوپوي چې یو تعلیمیافته نسل یې رامنځته کولی شي.»