تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۲۲ مه) د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پای ته رسېدو وروسته کابو ۱.۳ میلیونه سوریان خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي دي.
د راپور له مخې، په همدې کال کې په ټوله نړۍ کې ۴.۴ میلیونه کډوال خپلو هېوادونو ته ستانه شوي چې دا په ریکارډ کې دوهم لوړ شمېر بلل کېږي. همداراز ټولټال ۱۴.۷ میلیونه بېځایه شوي کسان خپلو اصلي سیمو ته ورګرځېدلي دي.
د ملګروملتو د کډوالو لویې کمېشنرۍ ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲.۹ میلیونه افغانان هم افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې ۱.۹ میلیونه یې کډوال وو. د افغانانو د ستنېدو اصلي لامل په ایران او پاکستان کې د کډوالو پر وړاندې سختې شوې پالیسۍ بلل شوې دي، او ډېرو ستنېدونکو ویلي چې د پاتې کېدو بل انتخاب یې نه درلود.
د کډوالو ادارې خبرداری ورکړی چې ډېر بېرته ستنېدونکي لا هم له ناامنۍ، اقتصادي ستونزو، د خدماتو له کمښت او د کار د فرصتونو له نشتوالي سره مخامخ دي. د ادارې مشر برهم صالح ټینګار کړی چې «ناخوندي ستنېدل د ستونزې حل نه دی او کولای شي د بېځایه کېدو نوی پړاو رامنځته کړي.»
راپور دا هم وايي چې په ۲۰۲۶ کال کې د امریکا، اسرائیل او ایران ترمنځ جګړې د بېځایه کېدو نوې څپه رامنځته کړې او یوازې یې په ایران کې ۳.۲ میلیونه کسان له خپلو کورونو بېځایه کړي دي.