تاند (جمعه، د غبرګولي/ حوزا ۲۲ مه) د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د پنجشنبې په ورځ وویل چې تمه کېږي د امریکا او ایران ترمنځ د یوې «لویې هوکړې» د لاسلیک مراسم د روانې اوونۍ په پای کې په اروپا کې ترسره شي او د امریکا مرستیال ولسمشر، جې ډي ونس، به پکې ګډون وکړي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې امریکا د ایران د جګړې د پای ته رسېدو لپاره یوې مهمې هوکړې ته رسېدلې ده. هغه زیاته کړه چې که اسناد په راتلونکو څو ورځو کې وروستي شي، د لاسلیک مراسم به ښايي په اروپا کې ترسره شي.
د امریکا ولسمشر همداراز وویل چې له ایران سره د هوکړې تر لاسلیک وروسته به د هرمز تنګی په رسمي ډول بېرته پرانیستل شي.
له بلې خوا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي، د جګړې د پای ته رسولو د احتمالي هوکړې په اړه راپورونه «ګومانونه» بللي او ویلي یې دي چې د هوکړې جزئیات لا وروستي شوي نه دي.
بقایي وویل چې د مذاکراتو د متن لویه برخه بشپړه شوې، خو په وینا یې «امریکایان خپل دریځونه پرلهپسې بدلوي». هغه ټینګار وکړ چې تهران به له خپلو «سرو کرښو» تېر نه شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم وویل چې د امریکا د اقداماتو له امله د هرمز تنګي وضعیت لا بېثباته شوی او د قطر او پاکستان د منځګړیتوب هڅې هم تر اغېز لاندې راغلې دي.