پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهالله ګل مجاهد: زما پر توهینوونکو دې شریعت تطبيق شي

الله ګل مجاهد: زما پر توهینوونکو دې شریعت تطبيق شي

تاند: ( سې شنبه، د جوزا ۹ مه) ‏‏‏‏د جمهوري نظام د ولسي جرګې غړي الله ګل مجاهد د طالبانو له رژيم څخه وغوښتل، چې کابل نه تر وتو مخکې دې هغلته د ده توهين کوونکي کسان په شرعي سزا محکوم کړي.

مجاهد په یوه مرکه کې دا غوښتنه په داسې مهال وکړه، چې په تهران کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت هېواد ته د الله ګل مجاهد د ستنيدو د پلان خبر ورکړی.

الله ګل مجاهد ومنله، چې هېواد ته ستنیږي، خو د دغه کار د ژر تر سره کيدو یې ونه ویل.

الله ګل مجاهد، چې کابل کې د ځمکو په پراخ غصب او د بشري حقونو په سرغړاوي تورن و، د طالبانو له واکمنیدو مخکې یې د دوی ملاتړ کاوه.

د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته د طالبانو په جامه کې یو شمېر کسانو په یوه رسنیز شوي ویډیو کې ډبولی او سپکاوی ورته کړی و.

مجاهد له دې پېښې وروسته په قاچاقي ډول ترکیې ته د سفر خبر ورکړی و.

طالبانو د نوموړي پر وړاندې د ناوړه چلند عاملين تر اوسه نه دي نيولي او نه یې د ممکنه مجازاتو په اړه څه ويلي دي.

4 COMMENTS

  1. ستا په توهینکونکو به شریعت تطبیق شی خو په ستا هم باید تطبیق شې ستا هم له ځان نه فرعون جوړ کړی وه او هر ورځ دی خلک توهینول دا ځل باید ستا په کونه تبله ووهی همدا ته او ستا غوندی لندغرو وطن دی سرحد راوست او اوس د شریعت تطبیق غواړی

  2. الله ګله مجاهده وروره طالبان یو دبل نه منی هر سړی یی خپل د پام وړ کسان نیسی وهی او یا یی وژنی ، همدا نن یی د ښيوې بوډیالی کی یو بیګنا ځکه وویشت چی هسی ورور یی تیر حکومت کی مامور و هره ورځ ننګرها، ارزان قیمت، پکتیا لوګر زابل او قندهار می لسګونه قتلونه کیږی مه راځه تاسره به د قندهار او پکتیا طالب غرض ونکړی خو د ارزان قیمت نه نیولی تر پلچرخی خوت خیلی او د ده سبز طالب دی ولاکه ژوندی پریږدی نن یو حوتخیلی ویل چی د پرواز په ورځ مخامخ میدان ته ورځم استشهادی ورباندی کوم او مخامخ ۷۲ انارپستان دغټو تورو سترګو حورو ته ځان ورباندی رسوم کم چور خو دی ندی کړی دجمبوریت وخت کی دی کمه بد اخلاقی او عیاشی خو نده کړی . په نوم کی د الله ده د الله نوم دی وشرماوه. بهتره ده تا ته فقط ګل ووایو ځکه د الله په ویلو سخته لویه ګناه مرتکب کیږو نوم د باید اصلاح شی . دا الله ګل لا نوم دی؟ هم د ځآن ګناګار که هم خلک توبه.

  3. الله ګل که عیاش وای بیا یی خپل کور سره جخت جومات نه جوړاوه. غصب یی کړی څه چی ملا تره خیل سره وشول د سره دی هم وشی.‌چون عقو شوی سړی د وژلو ندی څوک به یی غیڼ ته هم و نه ګوری.‌ سړی باندی اوس هم خپل قوم ولاړ دی، سړی پښتون دی بیا مسلمان.‌ د جمهوریت وخت کی خو تابلیت کا هم کار وظیفه درلوده،‌ځان ته دارالوکاله جوړه کړی وه قضاوت یی کاوو،‌هغه ده اوس ګوری د افغانانو خویندو پسی یی څه وویل د تابلیت کا ځوی. زه ښه پیژنم پلار یی چا وواژه،‌الله د غوږ نه رسوی پلار یی په زړو مکروریانو څه خرڅه ول ویل درسته نده.‌تابلیت د ترافیک عبدالقادر وردک لمسی ده چی اوس یی ځان څخه سوچه طالب جوړ کړی. هغسی کسان چی دلته بیغمه ګرځی الله ګل مجاهد دی هم وګرځی. د ملا تره خیل چی د الله ګل رقیب وه په غصب کی له الله ګل څخه درې قدمه مخکی وه طالبانو ورسره څه وکړل؟ طالبان هم هغه پخوانی طالبان ندی ټولو یی کونی ورکړی،‌ اوس په رشوت اخیستلو هم لږ لږ بلد شوی. دا دویمه ښځه خو په مفته نه کیږی ـ

  4. دغه رذیل سره د افغانستان غم نسته د خپلو په چور جوړو شویو ماڼیو غم ده. سوډره تا څومره وترټل او اخطارونه به د ورکول. هغه طالب ډیر ښه کول سي ته یې ډبولې ته باید مردار سې خبیثه اشراره. 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب