سه شنبه, اپریل 16, 2024
Homeخبرونهملا متقي بلغاریا کې د مړو شويو ۱۸ افغان پناه غوښتونکو فاتحه...

ملا متقي بلغاریا کې د مړو شويو ۱۸ افغان پناه غوښتونکو فاتحه وکړه

تاند: ( سې شنبه، د جوزا ۹ مه) ‏‏‏‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا اميرخان متقي نن په بهرنیو چارو وزارت کي دهغه (۱۸) تنه هیوادوالو فاتحه وکړه، چې د روان کال د فبرورۍپه ۱۷مه د بلغاریا پلازمینه صوفیا کې اروپا ته پر لار په یوه کانټینر کې د تنفسي کمښت له امله مړه شوي وو.

 ملا متقي په دې مراسمو کې د مړو شويو کورنیو سره غمشریکي وکړه او دالله عزوجل څخه یې هغوی ته د صبر، زغم،حوصلې او نعم البدل دعاء وکړه، دغه راز یې ډاډ ورکړ چې دوی به یې ملاتړی او همکار وي.

طالب وزير د دغو پناه غوښتونکو د کورنیو له غړو سره د هغوی د جسدونو د لېږدولو د پروسې ستونزې شریکې او وويل، چې ستونزې د نړیوالو د اقتصادي بندیزونو له کبله رامنځته شوې وې.

 د طالبانو دغه وزیر وویل:« موږ د جسدونو نقل لپاره ځانګړې الوتکه چمتو کړه اجازه ورنکړل شوه، دوه ځله هغه روپۍ چې د جسدونو د راوړلو مصارف کېدل مستردې شوې.»

 د طالبانو دغه وزیر همدا شان ادعا وکړه، چې له بيا واکمنيدو سره ېې هيڅ افغان ته خطر نه دی پېښ شوی او په دې اړه راپورونه بې بنسټه دي.

د هغه څرګندونې د خلکو منفي غبرګونونو سره مخ شوي.

منتقدانو ويلي، چې طالبان په بې ساري ډول دروغ وايي، خپل استبداد او د خلکو پر وړاندې بې مسووليتي او ناکامي پټوي، خو طالبانو دا تبصرې رد

کړي دي.

1 COMMENT

  1. چی دا به چا ورته ویلی وی چی او خیټوره ملا لږ سیاست زده کړه د وژل شویو کسانو روح ته دعا وکړه. کنه نو سړی دا څو ورځی غلی وه .‌

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب