جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهپه چین کې د یوه جومات د ځینو برخو د نړولو پر...

په چین کې د یوه جومات د ځینو برخو د نړولو پر سر د مسلمانانو او پولیسو ترمنځ شخړه شوې

تاند (سې شنبه، د جوزا ۹ مه) د چین په جنوب لوېدیځ کې د څوارلسمې میلادي پېړۍ د یوه تاریخي جومات د یوې برخې د نړولو په اړه د حکومت د پروګرام له اعلانېدو وروسته د معترضو مسلمانانو او پولیسو ترمنځ اخوډب وشو.

هويي مسلمانانو، چې په اصلي چینايي ژبه یا ماندرین ږغېږي، د شنبې له ورځې د ناجیاینګ جومات د ځینو برخو د ورانېدو په اعتراض کې اعتراضونه پیل کړي دي.

د یورو نیوز د راپور له مخې، په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویدیوګانې ښيي چې د دغه جومات مخته بلوا ضد پولیس له اعتراض کوونکو سره په اخوډب بوخت دي.

ځینې اعتراض کوونکي د پولیسو لور ته چوکۍ، ډبرې او بوتلونه غورځوي.

د چین حکومت د دغو اعتراضونو ویدیوګانې له هغو ټولنیزو شبکو لېرې کړي چې په چین کې لیدل کېږي.

راپورونه وايي چې پولیسو یو شمېر اعتراض کوونکي نیولي او له نورو یې غوښتي چې ځانونه ژر تر ژره تسلیم کړي کنې سختې سزاوې به وویني.

پولیسو په یوه خبرپاڼه کې خلکو ته خبرداری ورکړی چې له هغو کسانو سره له هیڅ راز ترحمه کار وانخلي چې مجرمانه فعالیتونه کوي.

په ۲۰۲۰ م کال یوې ځايي محکمې پرېکړه وکړه چې د دغه جومات په شاوخوا کې نوې جوړې شوې ودانۍ، ګومبته او منارونه غیرقانوني دي او باید ونړول شي.

هوییان د چین درېیم ستر قومي لږکی دی خو د ایغورانو او نورو مسلمانانو بر عکس دوی په اصلي چینايي ژبه خبرې کوي او د چین له اکثریت قوم هان سره اخښل شوي دي. ښايي له همدې کبله د نورو مسلمانانو په پرتله له دوی سره نسبتاُ ګوزاره کیږي.

د چین حکومت په نورو ځایونو کې ګڼ شمېر جوماتونه او د جوماتونو ګومبتې ورانې کړي دي.

د یورو نیوز د راپور له مخې، نژدې یو میلیون ایغوران، چې ټول مسلمان دي، په محبسونو کې شپې ورځې تیروي. د چین حکومت وايي چې دا کسان یې له سختدریځۍ سره د مبارزې په لړ کې نیولي دي.

1 COMMENT

  1. عجیب احمقان یاستی تاسی د چین حاکمه هیئت.
    د فرهنګی انقلاب په نوم او د کمونیزم تر چتر لاندی مو میلون میلون انسانان ووژل وروسته مو د غرب لمنی ته پناه ور وړه، د مارکسیسټی حکومت او کاپیټالیسټی سیسټم ترکیب مو ځانته غوره کړ ( البته د کمونسټ ګوند پلاس کی د قدرت واک مو توجیه منونکی او د درک وړ دی ) امّا دومره ظلم مکوی چی د مذهبی او قومی اقلیتونو حقوق تر پښو لاندی سی ضمناً ستاسی اقتصادی – تجارتی امپراتوری باید تاسی ته ددی مانع وګرځی چی دا ډول غلطی کړنی تر سره کړی.
    دا به د شرم او خجالت خبره وی چی په کابل کی ستاسی سفیر د طالب لخوا د غیر ضروری مساجدو د اِعمار د پرانیستو په مراسمو کی ګډون کوی خو تاسی پخپل هیواد کی د مسجدونو ویرانی ته ملا تړلی ده ( لږ تر لږه مذهبی خصوصاً اسلامی بناوو ته باید د تاریخی میراث پتوګه وکتل سی او ساتنه ئی وسی ) البته د چین د مسلمانانو د ټولو حقوقو تأمین او خوندیتوب هم د دولت له مدنی ملکفیت او مسؤلیت یوه مهمه برخه ده، په یوویشتمه پیړی کی به د چین حکومت او نورو حکومتونو لپاره دا یو ستر تناقض وی چی مثلاً د مسیحیت د خپریدو مخه نه نیول کیږی خو مسلمانی پرګنی ځپل کیږی.
    امّا
    طالب باید د چین د حکومت په وړاندی یو غبرګون وښئی څو حد اقل عام وولس یا د نړی مسلمانانو ته ئی د پزی چاک لږ ډنګر غوندی وښکاری.
    بل عرض می دا دی چی ځینی ګران لیکونکی سره لدی چی پوهیږی ځینی لیکنی او مقالی ئی د منفی غبرګون سره مخامخ کیږی خو بیا هم دومره جرئت لری چی خپلی مقالی په تاند کی خپری کړی ( د ستائنی وړ کړنه ده) .خو
    ځینی د طالب چاپلوسان او جاسوسان او په انګریزی روحیه سمبال په لندن کی میشت احساساتی او بیسواد مدرسه ای کسان د ګرانو لوستونکو د ګوتو څخه د نجات پخاطر خپلی مقالی په ” نن ټکی آسیا ” یا ” دعوت ” کی خپروی چی دا ئی د بی غیرت کَرَک خاصیت دی.
    نن ټکی آسیا مخکی ښه منصف او معقول دریځ درلود او تقریباً د هر فکر تبصری ئی خپرولی خو داسی ښکاری چی د نن ټکی آسیا متصدین هم د ” قدرت ” په غمزه خانه کی معتاد سوی او د وِبسایټ چاری ئی پر خپل حال خوشی کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب