پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Home+لیکوال، شاعر او ژورنالیست والټ ویټمن

لیکوال، شاعر او ژورنالیست والټ ویټمن

تاند- له نن څخه ۲۰۴ کاله پخوا امریکايي لیکوال، ژورنالیست او شاعر والټ ویټمن د مې د میاشتې په ۳۱ نېټه په نیویارک کې وزېږېد.

والټ ویټمن په داسې کورنۍ کې زېږېدلی چې د اوولسمې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې شمالي امریکا ته لېږدېدلې وه.

د ده مور لویسا فان ویلسر هالنډۍ او پلار یې والټر ویټمن انګلیسی و. دوی کروندګر ول او ډیرې لږې زده کړې یې کړې وې. د دوی کورنۍ یو مهال ډېره کرنیزه مځکه لرله، خو د وخت په تېرېدو یې له لاسه ورکړه. والټ داسې وخت وزېږېد چې پلار یې ترکاڼي کوله او کورنۍ یې د خپلو نیکونو څخه په ورپاتې جایداد کې ژوند کاوه.

ده په ۱۲ کلنۍ کې زده کړې پرېښودې او په یوه مطبعه کې یې کار پیل کړ. په دې موده کې یې د هومر او ویلیم شکسپیر اثار ولوستل.

تر ۱۷ کلنۍ پورې یې په نیویارک کې د مطبعې د مسوول په توګه کار وکړ، دې دندې موقع ورکړه چې له ادبیاتو سره لا ډیر بلد شي. وروسته یې یوه موده معلمي وکړه. له ۱۸۴۱ څخه یې ژورنالیزم ته مخه کړه.

ده لانګ ایلنډر (Long Islander) ورځپاڼه راوایسته چې تر ډیرو کلونو پورې یې د ولسواکۍ لپاره کار کاوه. ده وروسته په ګڼو نورو ورځپاڼو کې کار وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب