Homeخبرونهامرالله صالح ننګرهار ته تللی

امرالله صالح ننګرهار ته تللی

تاند، یکشنبه، د ثور ۲۸مه: د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح نن سهار په ناڅاپي سفر ته رسېدلی دی.

د ننګرهار ولایت د مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د امرالله صالح د سفر هدف په دغه ولایت کې د وروستيو پېښو د وژل شوو کورنيو غړو ته د فاتحې او تسليت مراتب وړاندې کول دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، هغه به د خپل سفر پر مهال په یاد ولایت کې له دیني علماوو، قومي مشرانو، ځوانانو، مېرمنو، نظامي منسوبینو او یو شمېر نورو کسانو سره بېلابېلې لیدنې هم ولري.

دا کوم ولایت ته د ولسمشر له مرستیال کیدو وروسته د صالح لومړی سفر دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پوهنې اتل او غوره مدیر | حبیب وقار

نومیالی هغه دی چې په بهرنیو ماڼیو کې د اوسېدو پر ځای د خپل کور او کلي د خټینو کورونو پر ماڼۍ کولو فکر...