دوشنبه, اپریل 21, 2025
Homeخبرونهتېره ورځ پر تورخم ۱۴۰۰ وګړو تګ راتګ کړی

تېره ورځ پر تورخم ۱۴۰۰ وګړو تګ راتګ کړی

تاند، یکشنبه، د ثور ۲۸مه: که څه هم مسافرو شکایت کړی چې پاکستاني لوري د تورخم دروازه پرون سهار لس بجې بېرته وتړله خو د ننګرهار چارواکي وايي، تېره ورځ پر دغه لاره ۱۳۵۰۰ تنه په پاکستان کې ایسار پاتې افغانان را تېر شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي، تورخم ځنځیر تېره ورځ له سهاره د ورځې تر پایه پرانیستی و چې له دې لوري هم ځینې خلک پرې پاکستان ته اوښتي دي.

نوموړی وايي، پرون افغانستان ته د تورخم پر لاره ۱۳۵۰۰ افغانان او له افغانستان څخه پاکستان ته نږدې۵۰۰ بندپاتې پاکستانیان اوښتي دي.

بلخوا یو شمېر افغان مسافرو تاند ته شکایت کړی دی چې پاکستاني ملیشو د سهار په لسو بجو افغانانو د سورلۍ موټرې په جمرود کې بېرته ګرځولې او ورته یې ویل چې لاره تړل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د سوداګرۍ وزارت وايي، له کوچني اختر وروسته به تورخم او چمن لارې د سوداګرۍ لپاره په ۲۴ ساعته ډول د اوونۍ شپږ ورځې پرانیستي وي، خو د مسافرو د تګ راتګ په اړه لا مسوولانو څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د زړه سفر – د اصحاب الکهف غار ته | سیداحمدشاه سادات

د حضرت شعیب علیه‌السلام له مبارکې مقبرې چې راووتم، د زړه په کُنج کې یو پټ غږ راپورته شو. دا غږ نه د باد...