دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهنړیوال بانک: کورونا له هېواده بهر د افغان کارګرو عایدات زیانمن کړي...

نړیوال بانک: کورونا له هېواده بهر د افغان کارګرو عایدات زیانمن کړي دي

نړیوال بانک وايي، له افغانستان څخه بهر مېشت وګړي هر کال خپل هېواد ته ۹۰۰ میلیونه ډالر استوي.

خودغه بانک په خپل راپور کې وايي، سږ کابل به په بېلابېلو هېوادونو د کورونا بحران له کبله د راپورته شوې بې کارۍ له امله افغانستان ته ۷۰۰ میلیونه ډالر واستول شي او ۲۰۰ میلیونه ډالر کموالی به پکې راشي.

بانک وېره ښودلې چې افغانستان ته د استول کېدونکو پيسو په اندازه کې دغه کموالی په افغانستان کې فقر نور هم زیات کړي.

بانک وايي، له افغانستان څخه بهر نه یوازې د کارګرو روزګار خراب شوی دی بلکې د افغاني شرکتونو صادرات هم زیانمن شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو چارو وزارت وايي، له هېواده بهر ګڼو هېوادونو کې شپږ نیم میلیونه افغانان اوسي چې زیاتره یې کارګر دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب