عبدالله خان
له بده مرغه، د روڼتیا نړیوالې ادارې د ۲۰۱۹ کال راپور له مخې افغانستان لا هم د لسو فاسدترینو هېوادنو په نوملړ کې ځای لري. دا ناوړه ځای د افغانستان د ۵۰۰۰ کلن تاریخ د ټولو اسلامي اصولو او ملي ارزښتنونو سره په ټکر کې دی. د اداري فساد بیلګې ډیرې دي، خو دا چې زما د مطلب موخه د دولتي موټرو نه د لوړپوړو چارواکو ناوړه ګټه اخیستل دي، غواړم په همدې موضوع باندې دلته لیکنه وکړم. که چیرې یو لوړپوړي چارواکي پسې یو اوږد موټریز کاروان پرته له کومې اړتیا روان وي، دغه چارواکی خادم دی، که بادار؟ زما په آند، افغانستان کې خادم چارواکي کم او بادار چارواکي زیات دي. دا خبره یواځې زه نه کوم، بلکي ټول ملت د یو زیات شمیر بادار چارواکو شاهد دی.
د لوړپوړو چارواکو د غیر ضروري موټریزو کاروانونو له امله فقیر دولت هر کال بلها لګښتونه ګالي. په عادي ډول یو لوړپوړی چارواکی له دریو نه نیولي تر پنځو او یا هم زیاتو موټرو کاروان لري. په ټوله کې، په دغه موټریزو کاروانونو کې زرې لنډکرېوزر، ډاټسنې، او د امنیتي ځواکونو موټري لکه رینجر شامل دي. آن تر دې چې یو شمېر لوړپوړي چارواکې د ځان سره امریکایي هموي ټانکونه هم ګرځوي. د موټرو نه د بې رحمانه ناوړه ګټې اخیستل یواځې لوړپوړو چارواکو پورې محدودې نه دي، بلکې د دوی د کورنيو غړي بیا خپله کوچني موټریز کاروانونه لري چې د دولتي بودیجي نه تمویل کېږي.
د لوړپوړو چارواکو غیر ضروري موټریز کاروانونه ملت ته څه زیانونه اړوي؟
.
لومړی. د افغانستان په څیر یو فقیر دولت ته د دومره سترو موټریزو کاروانونو ساتل ستر مالي زیانونه اړوي. دولت اړ دی چې د کاروانونو لګښت د ملت بودیجې نه په دغه نوي رامنځ ته شوي اشراف ټولګې (Elite Class) باندې بې ځایه ولګوي. دا بې ځایه لګښتونه پداسې حال کې تر سره کېږي چې د افغانستان د مرکزي احصایي د ۲۰۱۹ راپور له مخې په هېواد کې نږدې ۵۲ سلنه خلک په فقر کې ژوند کوي،
دویم. زیاتره وخت موټریز کاروانونه ترافیکي اصول نه مراعات کوي او د بې ځایه ګڼې ګوڼې او بې نظمۍ لامل ګرځي او په غلط لاس روان وي. دولتي شتمنې لکه د سرک د منځ او غاړو ګلدانونه او کوچني پلونه تخریبوي،
درېیم. د موټریزو کاروانونو د ناسمې ډریورۍ له امله حادثې رامنځ ته کوي چې مرګ ژوبلې ورسره مل وي. په موټرو لاروي وهي، آن تر دې چې نورو موټرو سره خپلې موټري ټکر کوي او ډریوران او سوارلې وهي او ډبوي،
څلورم. یو شمېر موټریز کاروانونو کې د نشې توکو کاروبار کېږي، او آن تر دې چې نا شروع اعمال هم ورکې ترسره کېږي،
پنځم. هر لوړپوړی چارواکی په موټرو کې د سلا د جواز د تعیین شوي حد نه زیاتې سلاوې ګرځوي،
شپږم. یو شمیر موټریز کاروانونه د لارې د سر تالاشۍ او ترافیکو ته احترام نه کوي، او آن تر دې چې پولیس او ترافیکو ته سپکې سپورې کوي او وهي او ډبوئ، او
اووم. دا چې چارواکي ځانګړي کارتونه لري او حساسو دفترونو ته پرته له تلاشۍ لاس رسی لري، نو په یو شمیر موټریز کاروانونو کې ترهګر او مجرمین د یو ځای نه بل ځای ته په اسانۍ لېږدول کېږي. د کاروانونو نه د ناوړه ګټې اخیستنې نوملړ اوږد دی او همدا پورته ښودل شوي زیانونه هغه څي دي چې پراخه امنیتي ستونزې رامنځ ته کوي او په ورته وخت کې فساد ته لار پرانیزي.
د حل لارې څه دي؟
الف. حکومت ته په کار دي چې د اشراف ډلې دود ته، چې د ملت وینه لکه د ژورې په څیر ځبېښي، د پای ټکی کېږدي. له بده مرغه، تر ننه پورې حکومت کوم داسې کوټلې ګامونه نه دي پورته کړي چې د مفسدینو مخه چې هغسې په کار ده ونیسي، نه تر سترګو کېږي. تل ملي ګټې د واک ساتلو او د شخصي ګټو قربانې شوې دي.
ب. حکومت باید لوړپوړو چارواکو ته د موټرو د سهم ورکولو لایحه تر بیا کلکې کتنې لاندې ونیسي او د ورکړل شو ټولو موټرو موجودګې باید زر تر زره پیل کړي،
ت. یواځې د اړتیا په صورت کې دولت باید لوړپوړو چارواکو ته موټري ورکړي. دا چې په کابل او د هېواد نورو سترو ښارونو کې نسبي امنیت ښه دی، لوړپوړي چارواکي باید د لایحې له مخې د دوو موټرو نه زیات ونه ګرځوي،
ث. د مرکز تر څنګ په ولایتونو کې هم د دولتي موټرونو نه په بې رحمانه ډول کار اخیستل کېږي. د یو شمېر والیانو موټریزو کاروانونو د ایټالې د مافیا د موټریزو کاروانونو په څیر بڼې غوره کړې ده. دا مافیايي سیستم ته باید د پای ټکی کيښودل شي،
ج. نن سبا په افغانستان کې ډیرې ښې مقررې جوړې شوې دي، خو د بده مرغه دولت یې په عملي کې پاتې راغلی دی. د دې لپاره چې د موټرو د بې ځایه کارولو مخه ونیول شي، دولت باید په ټول هېواد کې پولیسو ته دندې وسپاري ترڅو د لوړپوړو چارواکو د موټریزو کاروانونو پلټنې وکړي، او د ورکړل شوي سهم مطابق د موټرو ګرځولو اجازه ورکړي. هیڅوک هم باید د قانون نه پورته نه وي.
ح. مونږ او تاسې د غیر ضروري موټریزو کاروانونو مخه نیولی شو، هغه څرنګه؟ نن سبا زیاتره خلکو، په تیره بیا د ځوانانو سره ځیرک موبایلونه دي. هر ځای چې مو د لوړ پوړو چارواکو اوږده موټریز کاروانونه ولیدل، سمدستې یې عکاسي وکړئ او یا هم ترې ویډیوي کليپونه جوړ کړئ او اړونده مقاماتو او رسنیو ته یې ولېږئ. تر ټولو ګټوره لار یې د ټولنیزو رسنیو له لارې خپرول دي. که څه هم زیات شمیر هېوادوال د امنیتي انديښنو له امله په خپلو ټولنیزو پاڼو کې د زورواکانو بې عدالتې نه شي خپرولې، نو هغوی کولای شي چې د یو شمیر ازادو ټولنیزو رسنیو له لارې عکسونه او کليپونه خپاره کړي.
که مونږ نن د دغو تش په نوم خادمانو چاره ونه وکړو، سبا به بیا ډېر ناوخته وي او د تل لپاره به زمونږ باداران پاتې شي. که مو موټریز کاروانونه مهار کړای شول، پوه شئ، چې د حکومتوالۍ هغه دوه اصلونه چې په حکومتوالۍ کې برخه اخیستنه او حساب ورکونه او اخیستنه ده، به مو په زغرده عملي کړي وي.
عبدالله خانه!
پر ګوتو دي برکت سه.
ډېر مهمه موضوع مو را اخيستې ده.
له داسو بادارانو سره څو ځلي شخصاً مخامخ شوی یم؛ چي په هیڅ خبره يې راته ساتونکو سپکي سپوري ویلي دي، او حتی یو ځل خو په وروستي موټر کي سپاره ساتونکو راته بد وویل؛ خو کله چي ور پسې سوم، او پل مي پسې واخیست، کور ته يې ورسېدم، بادار ته مي په یو ډول ځان ورساوه.
ستونزه مي ورسره شریکه کړه، بادار راته ویل….
تاسو باید پوه سئ چي موږ دې مقام ته په آسانه نه یو را رسېدلي، اوس چي موږ دې مقام ته رارسېدلي یو مجبور یو چي د ځان ساتلو لپاره دا کار ونه وکړو…
ما ورته ویل چي دا ستاسو خپل کار دی، چي شل موټر په ځان پسې کوئ، که سل…. خو ساتونکو ته مو هم ووایاست چي لږ د ادب په چوکاټ کي له خلګو سره مخامخ شي.
بادار نه وړي نه راوړي، وايي دوی دي چي زه یم!!!!
نو ريښتيا دا فاحشه کړنه اوس د ډېرو دولتي چارواکو(بادارانو) عادي عادت ګرځېدلی.
لکه څنګه چي تاسو وفرمائیل، دا خلګ دا کړني ترسره کوي:
– پر هره لاره چي يې زړه وي پر هم هغه لاره تګ راتګ کوي، که يواړخه لاره وي که …
– له تورو ښيښو څخه ګټه اخلي.
– وسلې له ځان سره ګرځوي، او بېله ضرورته خپل ولس باندي ګواښي.
– ترافيکي اصولو ته غاړه نه ږدي، او که يې څوک مقابل کي ودريږي. وهل او ډبول.
– له دولتي بوديجې څخه سوء استفاده کوي.
خو خو… دا ډول ناوړه اشخاصو موټرو درد یواځي IED دوا کوي، ورباندي پېرزو مي نه دي، لیکن ….