سه شنبه, جون 18, 2024
Homeخبرونهایسنا: هغه ایراني موټر چلوونکي افغانستان ته نه پرېښودل کېږي چې په...

ایسنا: هغه ایراني موټر چلوونکي افغانستان ته نه پرېښودل کېږي چې په وروستیو کې یې وېزې اخیستي وي

تاند (چهارشنبه، د جوزا ۲۳ مه) د ایران د رضوي خراسان ولایت یوه چارواکي وویل چې طالبانو هغو ایراني موټر چلوونکو ته اجازه نه ده ورکړې چې افغانستان ته ننوځي چې په دې وروستیو کې یې په مشهد کې د افغانستان له کونسلګرۍ څخه ویزې ترلاسه کړې دي.

طالبانو ویلي چې په مهشد کې د افغانستان د جنرال کونسل ماموریت پای ته رسېدلی او د ویزې ورکولو واک نه لري.

د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، د رضوي خراسان ولایت د نړیوالو ترانسپورټي شرکتونو اتحادیې پرون (سې شنبې) وویل چې طالبانو یو شمیر ایراني موټر چلوونکو ته چې ویزې لري افغانستان ته د ننوتو اجازه نه ده ورکړې.

د دې اتحادیې د مشرتابه پلاوي رئیس احمد زمانیان وايي، طالبانو د ۱۴۰۳ کال د جوزا د میاشتې له شپږمې نیټې څخه په مشهد کې د افغانستان د کونسلګرۍ له خوا صادرې شوې ویزې باطلې ګڼلي دي او کومو موټر چلوونکو چې له یادې نېټې وروسته ویزې اخیستي، پر هغو د لغوې ټاپې وهي.

د دې ټولنې د مشرتابه پلاوي مرستیال محمود امتي هم ایسنا ته وویل: «داسې ښکاري چې د ځینو داخلي ستونزو له امله په مشهد کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې اختلافات رامنځ ته شوي دي.»

د امتي په وینا، طالبانو موټر چلوونکو ته ویلي چې په مشهد کې د افغانستان د جنرال کونسل جابر انصار ماموریت پای ته رسېدلی او هغه نور د ویزو د ورکولو قانوني واک نه لري. له همدې امله، د دې سیمه ییز چارواکي په وینا، له ۶/۳/۱۴۰۳ نېټې راوروسته صادر شوي ویزې باطلې دي او ایراني موټر چلوونکي اجازه نه لري چې افغانستان ته پرې سفر وکړي.

ده زیاته کړه: «ايراني موټر چلوونکو د ويزې لپاره ٢٢٠ ډالره، د رود پاس یا حق العبور لپاره ٤٥٠ ډالره او ټولټال ٦٧٠ ډالره کونسلګرۍ ته ورکړي دي، خو له دې سره سره اجازه نه ورکول کېږي چې افغانستان ته ننوځي.”

د رضوي خراسان د نړیوالو ترانسپورتي شرکتونو د ټولنې مرستیال وویل چې د طالبانو حکومت ایراني موټر چلوونکو ته ویلي چې په تهران او زاهدان کې د افغانستان د نمایندګۍ دفترونو ته د ویزو او روډپاس د ترلاسه کولو لپاره ولاړ شي.

راپورونه وايي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په مشهد کې د افغانستان جنرال کونسل عبدالجبار انصار ظاهراً په دې خاطر له دندې لیري کړی چې د ماموریت موده یې بشپړه شوې ده. خو داسي ښکاري چې ایراني چارواکي غواړي چې نوموړی په مشهد کې د افغانستان جنرال کونسل پاته شي.

عبدالجبار انصار په ۲۰۱۸ م کال کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت له خوا په مشهد کې د افغانستان جنرال کونسل ګومارل شوی و چې کابو شپږ کاله کېږي حال دا چې د دیپلوماتانو د ماموریت دوره له ۳ تر څلورو کلونو نه اوږدیږي.

1 COMMENT

  1. داسې معلومیږي ، چې ښاغلي عبدالجبار انصار په مشهد کې د ایران له خوا مقرر شوی جنرال قونسل وي ، بنا د افغانستان دولتونه د هغه د تبدیلي او یا منفکي صلاحیت نه لري .
    دا هم د نړی په دیپلوماتیکو اصولو کې یوه نوې پدیده ده !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب