چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهامنیت شورا د دوحې تر کنفرانس مخکې پر افغانستان غونډه کوي

امنیت شورا د دوحې تر کنفرانس مخکې پر افغانستان غونډه کوي

تاند (چهارشنبه، د جوزا ۲۳ مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان وکړ چې د جون په ۳۰ مه او د جولای په لومړۍ د دوحې تر درېیم کنفرانس ۹ ورځې مخکې به د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

امنیت شورا ویلي، په دې غونډه کې به په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت (یوناما) د دې شورا غړو ته راپور وړاندې کړي.

له بلې خوا د بشري حقونو په برخه کې د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی “ریچارډ بینیټ” به د جولای په لومړۍ نېټه د ملګروملتو د بشري حقونو شورا ته په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل نوی راپور وړاندې کړي.

بینیټ له حکومتونو وغوښتل چې د طالبانو له لوري د ښځو د حقونو د سرغړونې له امله د عدالت نړیوالې محکمې ته شکایت وکړي او د افغانستان په اړه په خپل نوي راپور کې یې له هیوادونو غوښتي چې د جنسیت توپیر جرم وګڼي.

د ملګروملتو امنیت شورا د طالبانو له حکومت سره د تعامل د میکانیزم او د افغانستان لپاره د دغه سازمان د ځانګړي استازي د لارې نقشه تصویب کړه.

په پريکړه ليک کې د افغانستان پر وړاندې د پرتو ننګونو د هواری د غوښتنې ترڅنګ په افغانستان کې سولې، ثبات، سوکالۍ، ملي یووالي، ملي حاکميت، خپلواکۍ، او ځمکنۍ بشپړتيا ته د درناوي پر اهميت ټينګار شوى دى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب