چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهپه وزیراکبرخان روغتون کې په یوه کال کې نژدې ۵۰ زره جراحي...

په وزیراکبرخان روغتون کې په یوه کال کې نژدې ۵۰ زره جراحي عملیات شوي

تاند(چهارشنبه، د جوزا ۲۳ مه) د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېر یوه کال کې په وزیر محمداکبر خان روغتون کې ۴۹۵۵۳ جراحي عملیات په وړیا ډول شوي دي.

دغه وزارت پرون (سې شنبې، د جون ۱۱) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په دغو جراحي عملیاتو کې ۱۰،۰۸۳ لوی او ۳۸۵۵۰ واړه شامل دي.

دغه وزارت ټینګار کړی چې دا ټول عملیات د افغان متخصصانو له خوا شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، تېر کال د وزیر محمداکبر خان روغتون ۲۳۳۴۸۱ ناروغانو ته د OPD خدمتونه وړاندې کړي دي.

د بیان له مخې، په وزیراکبرخان روغتون کې د ارتوپیدۍ د “105,570 ناروغانو او د 14,539 داخله ناروغانو (IPD) درملنه شوې ده.”

له دې هڅو سره سره، افغانستان لا هم د متخصصو ډاکټرانو، تجهیزاتو، درملو او د نورو طبي اسانتیاوو له سخت کمښت سره مخامخ دی.

ډیری افغان ناروغان په افغانستان کې د کافي طبي خدماتو د نشتوالي له امله د درملنې لپاره په خورا سختیو د پاکستان په ګډون ګاونډیو هیوادونو ته ځي.

د ملګروملتو د راپورونو له مخې، په تېرو درو کلونو کې ګڼ شمېر کلینیکونه تړل شوي او ډېر نور چې لا هم فعال دي، کافي درمل او طبي وسایل نه لري.

2 COMMENTS

  1. دوبی د نړۍ یو له لویو اقتصادي بازارونو څخه دي، دا چې، ښه او بد په هغه اړخ یې نه غواړم څه اووایم. مطلب مې دا چې، له دومره پیاوړي اقتصاد سره په یوه کال کې نیږدې ٥٠ زره جراحي عملیات به ډیر ستونزمن کار وي. د ما په نظر ټرلیبان له پیریانو سره هم په اړیکه کې دي، نو ډیر امکان دی ولري چې، دا لږ تر لږ %٨٠ به یې پیریانو عملیات کړي وئ. حقانیانو ته خو له اسمانه د پسونو غوښۍ راتللى، او نعوذ بالله ادعا کوي چې، په عملیاتو کې یې رسول ص قومانده ورکوله. د دغو ټرلیبانو خرافي افسانو ته په کتو د، ٥٠ زره عملیاتو نو افسانه کومه نوې او بعیده قصه ندئ. اوس هم کور اباد چې ٥٠ زرو دعوا یې کړي، داسې نه چې یو دوه صفرونه ورزیات کړي او ٥ ملیونو ادعا وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب