شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد کوبت په یوه ودانۍ کې د اورلګېدو له امله لسګونه کسان...

د کوبت په یوه ودانۍ کې د اورلګېدو له امله لسګونه کسان مړه شوي

تاند (چهارشنبه، د جوزا ۲۳ مه) د کویت په جنوب کې په یوه ودانۍ کې د اور لګېدو له امله لږ تر لږه ۴۱ کسان مړه شوي دي.

د کویت د پولیسو په وینا، دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د جون په ۱۲ مه په المنقف ښار کې شوې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د کویت د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي د دغه هېواد دولتي ټلویزیون ته ویلي: «په کومه ودانۍ کې چې اور لګېدلی د کارګرانو د استوګنې ځای و او په دغه ځای کې ډېر شمېر کسان اوسېدل. د دغو کسانو یو شمیر ژغورل شوي، خو له بده مرغه، د اور لګیدو له امله د ګاز د تنفس له امله یو لوی شمیر مړه شوي دي.»

هغه د کارګرانو او د هغو د قراردادي د هویت او تابعيت له يادولو پرته وويل چې «موږ تل د استوګنې په ودانيو کې د کارګرانو د زيات تمرکز په اړه خطر او اخطار اعلانوو.»

د کویت د صدراعظم مرستیال شیخ فهد یوسف سعود الصباح د ودانۍ خاوندان له قانون څخه په سرغړونې او “حرص” تورن کړل او ویې ویل چې له همدې کبله دا پېښه شوې ده.

د کویت د روغتیا وزارت اعلان کړی چې ۴۳ تنه په روغتون کې بستر شوي وو چې څلور یې د ټپونو د سختوالي له امله مړه شوي دي.

کویت چارواکي وايي، اور لګېدلی او د علت په اړه یې پلټنې روانې دي.

1 COMMENT

  1. د دې په ځای چې د کویت مرستیال صدراعظم د دې اورلګېدنې له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره چې مړه شویدي ، همدردي وښيي، ځان د حسن چپ په کوڅه تېروي ، چې د ودانۍ له څښتن نه به پوښتنې وکړي .
    جنابه مهرباني وکړه ، له دغو مظلومانو او نورو کارګرانو سره انساني چلند وکړه ، اسلام خو هسې هم ستاسو په درد نه خوري .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب