Homeخبرونهد کرکټ نړیوالې شورا محمدنبي په ۲۰ اوره لوبو کې هم د...

د کرکټ نړیوالې شورا محمدنبي په ۲۰ اوره لوبو کې هم د نړۍ غوره ال راونډر ونوماوه

تاند (چهارشنبه، د جوزا ۲۳ مه) د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تحربه کار لوبغاړی محمد نبي د کرکټ د نړیوالې شورا یا ICC د T20 آل راونډرانو په درجه بندۍ کې د 231 نمرو په ترلاسه کولو سره په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړ.

په ۳۹ کلنۍ کې نبي د افغانستان یو له تجربه کارو کرکټرانو څخه دی چې د ملي لوبډلې لپاره یې تر ټولو زیاتې یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبې کړي دي.

نبي د نیوزیلنډ خلاف په وروستۍ مسابقه کې په زړه پورې بالینګ وکړ او په ۴ اورونو کې یې په داسې حال کې چې یوازې ۱۶ منډو یې ورکړې، ۲ ویکټونه واخیستل. دې استثنايي نندارې په درجه بندۍ کې د هغه له لوړوالي سره مرسته کړې.

تر دې وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا محمدنبي د ښو لوبو په خاطر د یو ورځنیو لوبو لومړی نمبر الراونډر نومولی و.

د افغانستان توپ وهونکی/ باولر رحمان الله ګوربز هم، چې د روان نړیوال شل اوره جام په دوو سیالیو کې یې تر اوسه تر ټولو توپ وهونکو زیاتې منډې کړي، خپل رینک لوړ کړی دی. د کرکټ نړیواله شورا وايي چې ګوربز اوس د نړۍ دوولسم غوره باولر دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...