Homeخبرونههند په ۷ ویکټونو امریکا ته ماته ورکړه

هند په ۷ ویکټونو امریکا ته ماته ورکړه

تاند (چهارشنبه، د جوزا ۲۳ مه) د نړیوال شل اوره جام سیالیو په دوام کې د هند د کرکټ ملي لوبډلې نن (چهارشنبې) هند ته ماته ورکړه.

په دې سیالۍ کې، چې په نیویارک کې وشوه، هند، امریکا ته په ۷ ویکټونو او ۱۰ توپونو ماته ورکړه.

هند اوس په خپل اې ګروپ کې لومړی ځای لري.

د کرکټ د نړیوال شل اوره جام سیالیو په دوام کې به سبا درې مسابقې وشي.

په سي ګروپ کې به نن شپه (د افغانستان ۵ بجې) ویسټ انډیز او نیوزیلنډ مخامخ شي.

 دوهمه سیالي به د افغانستان په وخت د ماښام په ۷ بجې په ډي ګروپ کې د بنګله دېش او نیدرلنډ (هالنډ) ترمنځ وي.

همداراز د انګلیستان او عمان سیالي د افغانستان د شپې په یوولس نیمې بجې پیلیږي.

د جمعې په ورځ به د افغانستان لوبډله له پاپونیوګینې سره مخامخ شي. دا به د افغانستان درېیمه سیالي وي. افغانستان تر دې وړاندې یوګنډا او نیوزیلنډ په لوی توپیر مات کړي او تر دې دمه نه یوازې د خپل ګروپ د جدول په سر کې دی بلکې د نومرو له نظره تر ټولو لوړ ځای لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...