چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهپه ترافیکي پېښه کې ۱۱ تنه مړه شوي

په ترافیکي پېښه کې ۱۱ تنه مړه شوي

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۲۴ مه) په یوه ترافیکي پېښه کې چې د چهارشنبې په ماسپښین په فاریاب ولایت کې وشوه، د شپږو ښځو او څلورو ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه مړه شوي دي.

دا پېښه د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې شوې ده.

د فاریاب د ترافيکو مدير احمد فهيم کوهي په وينا، پېښه هغه مهال وشوه چې یوه مني بس ۱۵ تنه وراوال د واده له مراسمو وروسته خپل کور ته رسول.

کوهي وايي چې میني بس د ميمنې له نوي سړک څخه واوښت او له ديوال سره ټکر شو.

کوهي زياته کړه چې په وژل شويو کسانو کې يو ١٦ کلن ماشوم هم شامل دی. هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې څلور تنه نور ټپيان شوي دي.

تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې موټر ولې بې دلیله له سړکه اوښتی دی.

د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي په افغانستان کې د اکثرو ترافیکي پېښو دلیل بلل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب