چهارشنبه, جون 26, 2024
Home+بي بي رادو جان، د ښځینه خپلواکۍ سمبول | سیال یوسفي‎

بي بي رادو جان، د ښځینه خپلواکۍ سمبول | سیال یوسفي‎

لیکوال: ایشُر داس

که د پخوانیو دورو او په واک کې د افغان هندوانو  په تړاو وغږیږو او تاریخي اسناد او شواهدو ته لاسرسی له پامه وغورځوو، شاید د امیر شیرعلي خان او تر هغې مخکې دورو په اړه خبرې وکړو، نو افغاني – هندي مېندو هم داسې بچي افغاني ټولنې ته وړاندې کړي چې په هېواد میین و او د خپلې خاورې او خلکو لپاره یې په هره برخه کې ډير کار او خدمت کړی دی.

رادو جان چې اصلي نوم یې (رادها) و د امیر امان الله خان د مالیې وزیر، دیوان نرنجنداس لور وه. د هغې د زېږېدو کره نېټه مو پېدا نه شوه کړای خو کولای شو و وایو چې د امیرعبدالرحمن خان د دورې په وروستیو کې یې سترګې نړۍ ته پرانیستې دي او د امیر حبیب الله خان د سلطنت په دوران کې یې د تنکي پېغلتوب خوږې ورځې تېرې کړي دي.

پلار یې دیوان نرنجنداس، د امیر حبیب الله خان د سلطنت او بیا له هغې وروسته د شاه امان الله خان د عصر د سیاست مهم غړی هم پاتې شوی دی. په اغلب ګومان په ۱۸۶۷ زیږیز کې په کابل کې زېږېدلی او نظامي ښوونځی (حربیه) چې د حبیب الله خان په وخت کې تاسیس شوی و، پایته رسولی او د (برېګټ) رتبې ته رسېدلی دی. دیوان نرنجنداس په کمه موده کې لوړو څوکیو ته رسېدلی و.

(البته له دیوان نرنجنداس پرته وروسته نور هندوان هم له حربي ښوونځي فارغ شوي چې له منځه یې، برېګټ امیرچند، موتي سنګهـ او نور دي…)

زما کاکا، مهرچند دهون هم د امان الله خان په دوران کې له حربي ښوونځي فارغ شوی دی او د شاه د زوی ټولګیوال وو. هغه ماته کیسه کړې چې د ګوډ ملا (ملا لنګ) په جګړه کې یې له نورو سرتېرو سره برخه هم اخیستې او د جګړې په پای کې د شاه له لوري ستایل شوی هم دی او د وخت د سرو زرو دوه موټي سکې یې هم د ډالۍ په توګه ترلاسه کړې دي.

پر دیوان نرنجنداس د شهرت دروازې هله پرانیستل شوې چې امیر حبیب الله خان د ،لسي جرګې یا (دارالشورا) غړیتوب ورکړ او دغه مجلس چې د اشرافو یا نخبه ګانو و، په ځانګړو حالاتو کې به را غوښتل کېده.

هغه مهال معمول دا و چې هغه ډله هندوانو چې په حکومتي ادارو کې یې کار کاوه د (دیوان) لقب به ورته ورکول کېده. تر دې پخوا بیا د کابل د هندوشاهانو له عصره بیا د غزنویانو تر دورې (دیوان) کلمه د دفتر دارۍ، دفتر کارکوونکي او دفترچې په توګه کارول کېده.

خو د مسلمانانو لپاره بیا د امیرحبیب الله خان له دورې د محمد ظاهر شاه تر شاهۍ پورې د (لویناب، شاغاسي، میرزا او منشي) لقبونه کارېدل.

د دیوان کلمه د هېواد په ځينو ادارو کې تر ۱۳۶۰ کلونو هم کارېدله. په ځانګړې توګه د سابقه داره متقاعد کارکوونکي لپاره لیکل کېدل : دیوان نندلال، دیوان شام داس ککړ، دیوان شام داس مهرا……

معلم درویش خان هم په (تاریخ دبستان اماني) کتاب کې د نرنجنداس د ملي شخصیت په اړه خبرې کړي چې د خپلواکۍ د تړون د لاسلیک لپاره چې کوم پلاوی ټاکل شوی و او د وخت د هندي سیمې (راولپنډۍ) ته تللي و، په هغه کې هم شامل و. معلم درویش خان ډاډ ښودلی چې شاه امان الله خان د غوره اداري استعداد خاوند و  نو خامخا به یې په دیوان نرنجنداس کې څه لیدلي و چې هغه یې د مالیې وزیر په توګه ټاکلی و.

دیوان صیب چې کله له نظامي ښوونځي فارغ شو بیا به یې هم تل نظامي یونیفورم پر تن و او یوه قبضه توره به یې له ځان سره ګرځوله او په رسمي او غیر رسمي محفلونو او مجلسونو او له هېواده بهر په سفرونو کې هم له همدغو کالیو سره را څرګندېده.

یوه سپین ږیري چې هغه مهال به لا ځوان و ماته داسې کیسه وکړه: کله چې افغاني پلاوی برېټانیوي هند ته ورسېد، او څو شېبې وروسته مذاکرات پیل شول، د مذاکراتو د هال ساتونکي له دیوان صیب وغوښتل چې توره بهر پرېږدي او له وسلې پرته ننوځي. دیوان صیب ورته و ویل: موږ راغلي یو چې انګریزان زموږ خپلواکي په رسمیت وپېژني، ددې لپاره نه یو راغلي چې خپلې وسلې ورته تسلیم کړو. هغه له خپلې وسلې سره بیا په مذاکراتو کې برخه واخیسته.

د نرنجنداس دوه لوڼې وې، چې یوه یې رادو جان او بله زرو جان وه. په قوي باور چې د زرو جان له بچیانو څوک حکومتي ادارو او لوړپوړو څوکیو ته و نه رسېدل. او  دیوان صیب هم له دغو دوو لوڼو پرته زوی نه درلود.

رادوجان چې اصلي نوم یې رادها و، په افغاني شریفانه او نجیبانه اصطلاح به ورته (رادوجان) غږ کېده. ویل کیږي چې له ماشومتوبه به یې په رسمي او غیر رسمي غونډو کې ددې لپاره د هلکانو کالي پر تن کول چې پلار یې دیوان صیب زوی نه درلود او ده هڅه کوله چې د پلار لور نه بلکې د زوی ځای ونیسي.

هغه چې لا پېغله وه، په تړاو یې ګڼې کیسې مشهورې وې چې ډير غوښتونکي او طلبګار یې درلودل او زړه راښکوونکې ښکلا یې وه. خو لکه څرنګه چې ویل کیږي، له خپل پلار سره به یې دربار ته تګ راتګ زیات و نو چا ورته د خپل مینې د اظهار جرأت نشو کولای او له ناچارۍ به یې د خپلو محبتونو اظهار د شعرونو او سندرو له لارې کاوه

او دختر ديـوان، بي بي رادو جـان

لالا را قسم دادم که رادو را نسوزان

په اغلب ګومان په پورتني بیت کې (لالا) خطاب (لالا مهرچند دهون) ته اشاره ده (ژباړن)

د هغه وخت هندي ځوانانو هم دا جرأت نشو کولای چې د رادو جان د پیوازۍ (خواستګارۍ) لپاره دیوان نرنجنداس ته ورشي. ځکه په اصطلاح رادوجان ځان (سردارخېله) ګڼله او ښودله چې په لاندې بېتونو او سندرو کې هم هغې ته اشاره ده.

گل سر چوکي ششته مي کند دربار

مرا ديــوانه کرده دختر سـردار

بي بي رادو جان د هغه وخت د ښځینه خپلواکۍ نمونه وه. هغه د دربار له پېغلو او ښځو سره د یوې خور او خورلڼې په څېر چلند درلود او له هندي لږکیو سره د اړیکو د بندیز او د هر ډول ټولنیزې پابندۍ پرته یې ازاد ژوند کاوه.

خو کله چې د اعلیحضرت امان الله خان واکمني، د حبیب الله کلکاني د بغاوت په پایله کې نسکوره شوه، هغه د وینې تویېدنې او ورور وژنې د مخنیوي په موخه له نظامي مقاومته تېر شو او ایټالیا ته کډوال شو. نږدې او پخوانی ملګری یې دیوان نرنجنداس هم د سیاسي تعقیب له ویرې له خپلې کورنۍ سره یو ځای هند ته ولاړ.

کلونه تېر شول او بیا یو وخت داسې ګونګسې پیل شوې چې رادو جان په هند کې له څو کلنې استوګنې وروسته بېرته راګرځېدلې ده. (ددې ټاکلی وخت نه دی ذکر شوی)

د کابل په یوه ګرم اوړي کې زما کاکا مرحوم (لالل مهرچند دهون) رادو جان د خپلې لور واده ته هم رابللې وه.

رادو جان د ماسپښین دوولس بجې د واده محفل ته را ورسېده. ګران بېه کالي يې پر تن و، څلور لایه شبرنګه کشمیري شال یې په چپه اوږه اچولی و او د ښي لاس پر غټې او شهادت ګوتې یې هغه تسبیح اړولې چې له صندل (چندړ) لرګي جوړې وې. هغه به لویانو ته (تاسې) او کشرانو ته (ته) خطاب کاوه. د خپل پخواني طبیعت لمخې به یې هڅه کوله چې د سړیو په څېر رفتار او چلند وکړي، البته هر چا همدا هڅه کوله چې له هغې سره روغبړ وکړي.

وېښته یې لکه د غاښونو یې سپین شوي وو.

تر نورو یې قد لوړ وړلو او ځان یې عصري او روڼ اندې ښوده.

د هغې په وصف کې یوه بل میین هم چې کله د شیوکیو باغ او کله د شنکر درې باغ (شکردره) ته تللو، دا سندره یې بللې وه:

چـار گرد قـلا گشـتم

پــاي زيب طلا يافتم

پاي زيب طلا از کيـس؟

از بي بي رادو جان اس

از بي بي رادو جان اس

په هر حال، ددې په اړه چې ایا رادو جان بیا واده وکړ که نه؟ دوه متضاد نظرونه شته.

یوه ډله په دې نظر دي چې هغه تر پایه د خپلې ځوانۍ کالي پر تن د نارینه و په څېر نارینه ژوند وکړ او واده یې و نه کړ. ځینې پر دې باور دي چې هندوستان کې د پاتې کېدو پر وخت یې له یوه هندوستاني سره واده وکړ خو د دواړو پرېکړه دا وه چې د خپل نسل سلسله و نه غځوي.

 محمد اصف آهنګ یې په تړاو ویلي و:

کنبد کوتوالي و چوک و چتــه

چارباغ و ارگ سرکارت چه شد

رونق هـندوگذر باقي نمـــاند

دخــتر ديوان و دربارت چه شد

پورته چې تاسې ته کوم مالومات وړاندې شول، هغه مستند دی چې د کابل هر هندي او سکهـ سپین ږیری ترې خبر دی. ډير د خپګان ځای دی چې د افغاني ټولنې د سیاسي لوبو لوبغاړو د رادو جان او دیوان نرنجنداس له موقف هم ناوړه ګټه پورته کړه او د خپلو سیاسي علایقو لمخې یې ځینې حقیقتونه پټ کړل او یا یې په خپله ګټه پکې ګوتې و وهلې چې دا یې نېک کار نه دی کړی.

څه موده مخکې مې په افغان- جرمن انلاین ویبپاڼه کې دا هم ولوستل چې حاکمې دستګاه رادو جان کڼه او ړنده کړه، چې دا یو چا په یوه تلویزیوني شبکه کې هم ویلي او غمشریکي یې ورسره ښودلې وه او په دې سره یې د هندي لږکیو خواخوږي راخپلوله چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت پر مهال د پارلمان رای راخپلې کړي. خو خدای دې د ولي احمد نوري اوبه سړې او ډوډۍ ګرمه لري چې ژر یې اقدام وکړ او د یوې لیکنې په ترڅ کې یې دا روښانه کړه چې رادو جان هیڅکله نه ړنده او نه کڼه شوې وه.

ما هم د خپلې تنکۍ ځوانۍ پر مهال رادو جان په مذهبي مراسمو کې په اسمايي کې لېدلې وه چې په سپین سري ځان یې هم د سترګو رڼايي پر ځای وه او تور یې له سپین او مالګه یې له بورې توپیر کولای شوه. نو د ړندولو کیسه یې بې بنسټه ده.

نوټ : له بده مرغه د رادو جان د ژوند وروستۍ شېبې یادې شوي خو د هغه د مړینې په اړه مالومات مو په دې مقاله کې چې شاید یوازنۍ تفصیلي مقاله وي، او نورو مقالو کې  و نه موندل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب