(اوومه برخه)
۱۹ – د لندن د متفقینو تر متځ اعلامیه (Inter – Allie Declaration) :
دغه اعلامیه د ۱۹۴۱ کال د جون په ۱۲ نیټه د اتو اتحادي هیوادونو: د بریتانیا ، شوروی اتحاد، بلجیم، پولند، چکوسلواکیا، لوکزامبورگ، یونان او هالند ترمنځ؛ د دوهمې نړیوالې جگړې په منځ کې؛ په دې موخه لاسلیک او خپور شو چي له جگړې وروسته نړۍ په سوله او امن کې ژوند وکړي .
د دې اعلامیې اساسي ټکي دا ول
– د سولې رامنځ ته کول،
– د نازییزم او فاشیزم پر وړاندې مجادله؛
– له جگړې وروسته نړیواله همکاري؛
– د جرمني په مشرۍ د محور هیوادونو تر ماتې جگړه؛
– د دموکراسۍ، ازادۍ او عدالت لپاره مبارزه: او
– که چیري له دموکراتیکو متحدو هیوادونو څخه کوم یو له مقابل لوري سره تړون لاسلیک کړي؛ د هغه مخنیوی.
د یادونې وړ ده؛ چې د حقوقپوهانو له نظره؛ دا اعلامیه د ملگرو ملتونو د سازمان د جوړیدو لپاره لومړنی گام گڼل کیږي .
۲۰ – د اتلانتیک منشور (Atlantic Charter)
د دوهمې نړیوالې جګړې په بهیر کې د ۱۹۴۱ د اگست په میاشت کې؛ په لندن کې د امریکا د متحده ایالاتونو د جمهور ریس روزولت او د بریتانیا د صدراعظم چرچیل تر متځ لاسلیک شوه .
د دغه منشور مفاد چي وروسته د ملگرو ملتونو؛ په منشور کې یې انعکاس وموند؛ دا ول:
– د ملتونو د برخلیک ټاکلو حق ته درناوی ؛ په دې مانا چې ملتونه حق لري خپله راتلونکې په خپله وټاکي؛
– د خپل قلمرو ته نه وسعت ورکول؛
– ملتونه حق لري د خپلو اقتصادي سرچینو ته ؛ په خپله لاس رسی ولري؛ او
– په نړیواله کچه د سولې او امنیت د رامنځ ته کیدو له پاره. هڅې په دې هدف چې داسي یو سیستم رامنځ ته شي چې نړیواله سوله او امنیت تضمین کاندي.
له یاده ونه باسو چې دغه منشور هم بیا وروسته؛ د ملگروملتونو په تاسیس او د هغه په منشور کې یو اساس گڼل کیږي .
۲۱ -د ملگرو ملتونو اعلامیه (United Nations Declaration ) :
دغه اعلامیه چې د واشنگتن د اعلامیې په نامه هم پیژندل کیږي؛ د ۱۹۴۲ کال د جنورۍ په میاشت کې د ۲۶ هیوادونو (شوروی اتحاد، چین، امریکا متحده ایالات، بریتانیا، هند، استرالیا، بلجیم، کانادا، کاستاریکا، کیوبا، چکوسلواکیا، د دومینکن جمهوریت، السوادور، یونان، گواتیمالا، هایتی، لوگزامبورگ، مکسیکو، هالند، نیوزیلنډ، نیکاراگوا، پاناما، ناروې، پولند، جنوبی افریقا او یوگوسلاویا) ترمنځ په واشنگتن کې لاسلیک شوه؛ د دغه اعلامیې لاسلیک کوونکو هیوادونو وپتیله چې برسیره پر دې چي د محور هیوادونو پر ضد خپله مبارزه جاري ساتي؛ او د جگړې په پای کی به سولې ته د رسیدو او نړیوالې همکارۍ له پاره به خپلو هڅو ته دوام ور کوي.
(نور بیا)