جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهپاکستان د پاسپورټ او پېژندپاڼو د صدور شرایط سخت کړل

پاکستان د پاسپورټ او پېژندپاڼو د صدور شرایط سخت کړل

تاند (جمعه، د میزان ۲۷ مه) پاکستان اعلان وکړ چې د افغانانو لپاره د پاکستاني ملي پیژندپاڼو او پاسپورټونو د صادرولو د مخنیوي لپاره یې سخت اقدامات په پام کې نیولي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطاءالله تارړ پرون (پنجشنبې) وویل چې نور به په دې هېواد کې د پاسپورټ غوښتونکو غوښتنلیکونه په درې پړاوونو کې څېړل کېږي.

ښاغلي تارړ د پاکستان د ملي جرګې په غونډه کې همداراز وویل چې د افرادو د هویت د تایید بهیر د ښه کولو او د جعلي پاکستاني پاسپورټونو او پیژندپاڼو د صادرولو د مخنیوي لپاره به له پرمختللو سکینرونو او وسایلو څخه کار واخیستل شي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر زیاته کړه چې د دې هېواد وګړي چې غواړي پاکستاني پاسپورټ او ملي پیژندپاڼه ترلاسه کړي، باید درې پړاوونه بشپړ کړي.

د دولتي چارواکي تایید، د کورنۍ د ثبت سند او د اسنادو بیا تایید هغه درې پړاوونه دي چې د عطاءالله تارړ په وینا باید ترسره شي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په ځانګړي ډول د افغان کډوالو له خوا د اسنادو جعل، لکه ملي پیژندپاڼه او پاسپورټ، په پاکستان کې یوه جدي ستونزه ده چې په تېرو څو میاشتو کې د افغانانو د اجباري ایستلو له پیل څخه تر دې دمه ډېره پاملرنه ورته شوې ده.

د روان کال په سنبله میاشت کې د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې یې د څه باندې شپږ زره افغان کډوالو غیرقانوني پیژندپاڼې لغوه کړي دي.

تېر کال په قوس میاشت کې، جیونیوز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې د خیبرپښتونخوا حکومت پرېکړه کړې چې له ۵۸ زره څخه ډېر مشکوکې پیژندپاڼې راټولې او د افغانانو جعلي کارتونه باطل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب