شنبه, جون 29, 2024
Homeخبرونهپه پکتیا کې د غر د ښوییدو د یوې کورنۍ ۷ غړي...

په پکتیا کې د غر د ښوییدو د یوې کورنۍ ۷ غړي مړه کړل

تاند (دوشنبه، د سرطان ۴ مه) په پکتیا ولایت کې د غره د ښوییدو له کبله اووه تنه مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې، تېره شپه یوولس بجې د څمکنیو ولسوالي په (جګ اورګوړه) سیمه کې د غره د ښویېدو په دې پېښه کې د یوې کورنۍ د يوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي دي.

ویل کېږي چې په مړوشویو کې دوې ښځې او پنځه ماشومان دي.

د پکتیا لپاره د والي ویاند مولوي حمیدالله میوند وايي چې امنیتي ځواکونو پر وخت د پيښې ځای ته ځانونه ورسول او له زیانمنو سره يې مرسته وکړه.

د نوموړي په وینا، نن له طبعي پيښو سره د مبارزې د ادارې په مشرتوب یو پلاوی هم سیمې ته تللی او له زیانمنو سره يې نغدي او نورې اړینې مرستې کړې دي.

ځايي چارواکي وايي، تېره ورځ د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ د مودي خېلو په حلیم کلي کې هم د خوړ او تیز سیلاب د راوتلو په پيښه کې یو ماشوم مړ شوی دی.

په وروستیو میاشتو، په تېره بیا په اپریل او مې میاشتو کې د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې د طبیعي پېښو په تېره بیا د سیلونو له امله خلکو ته د سرومال ډېر تاوانونه اوښتي دي.

د دغو سیلونو له کبله لږترلږه ۵۰۰ تنه مړه شوي، سلګونه کورونه نړېدلي او زرګونه هکتاره کرنیزه مځکه له فصلونو سره ویجاړه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب