ان فرنک ته د يوې افغانې نجلۍ ليک / ښکلا نور (مستعار نوم )
ان فرنک جانې!
تا نه يوازې په دې په زړه پورې کتاب (د يوې ځوانې نجلۍ خاطرې) کې د جکړې پر وړاندې خپل احساس ليکلی و؛ بلکې خپله خيالي نړۍ دې هم خپلې ګېټي (د خاطر کتابچې) سره شريکه کړې وه، هغه خيالي نړۍ چې ډېرې هيلې پکې پرتې وې او يوازينۍ روښانه هيله دې دا وه چې جګړه پای ته ورسېږي، تر څو نورو ټولو هيلو ته دې لاس ورسېږي. تا غوښتل چې په دې نړۍ کې د ښځې او سړي تر منځ فرق نه وي. ښځې ډېر تکليفونه ګالي. له ستونزو او مشکلاتو سره انسان کمزوری کېږې نه؛ بلکې نور هم پياوړی کېږي؛ نو ښځې کمزورې نه پياوړې دي. تا به په خپله پټخونه کې ډېره مطالعه کوله؛ ځکه باور دې درلود، چې له جګړې وروسته به بېرته ښوونځي ته لاړه شې او په راتلونکې کې به يوه لويه ليکواله شې.
ګرانې آن!
زما ژوند هم ستا په څېر دی، دلته هم يوه لويه جګړه روانه ده، زما او ستا فرق يوازې دا دی، چې هغه جګړه په (۱۹۴۲ز)کې دويمه نړيوال جګړه وه او دا جګړه چې زما په هېواد کې روانه ده، په ۲۰۲۴ز کال کې دويمه جګړه ده چې د نجونو او ښځو پر وړاندې روانه ده، دې جګړې زموږ پر وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې تړلي او پر وړاندې يې ديوالونه راته درولي دي، د خپل راتلونکې په اړه هيڅ فکر نه شو کولی، زموږه هيلې يې ماتې کړې، زموږ ارمانونه ته يې د جهل تور حجاب وراغوستی دی.
نو آن جانې!
ته دا مه وايه چې په دې نړۍ کې يوازې تا او ستا غوندې نورو يهودانو په پټخونو کې ژوند کړی، زه دا دی څه باندې اتيا کاله وروسته تر تا ژوند کوم او زه همدا اوس هم په پټخونه کې يم، بلکل ستا غوندې، تا په هغه وحشت ناکه پټخونه کې ډېر زړه تنګ و، غوښتل دې چې د نورو غوندې د باندې په تازه هوا کې قدم ووهې؛ خو دا حق دې نه درلود. حتا نه شول دې کولی، چې د تازه هوا راتلو لپاره کړکۍ هم خلاصه کړې؛ ځکه ډارېدې چې څوک به دې وګوري او د نازي ظالم پوليس به خبر کړي. ځينې وخت به له دې حالت نه ډېره ستړې کېدې او غوښتل به دې چيغې وکړې؛ خو د نازيانو له ډاره چيغې خو څه حتا په لوړ اواز غږيدای هم نه شوې.
آه آن!
زه او ته څومره يو بل ته ورته يو، ته پوهېږې؟ زما کور هم زما لپاره يوه چهارديواري ده، ستا له پټخونې نه هم ډېر تیاره او تنګ. باور وکړه ډېره ستړې شوې یم، زه هم ستا غوندې نهشم کولی ښوونځي ته لاړه شم. ته دوه کاله په پټخونه کې وې، زما دا دی زر ورځې پوره کیږي، زه هم ستا غوندې په کور کې مطالعه کوم او ستا په څېر هیلې لرم، چې ګوندې یوه ورځ به دا د جهل جګړه پای ومومي او زه به وکولی شم، چې ښوونځي ته لا ړه شم، خو کله؟؟؟؟؟!!!!!!
زه هم ستا غوندې نه شم کولی چې له کوره بهر ووځم، دلته یوازې سړي کولی شي خوشحاله واوسي، پارک ته لاړ شي او له ازادې هوا خوند واخلي. موږ نجونې دا حق نه لرو، د باندې وتلو حق خو لا پريږده، کله چې ستا غوندې وغواړم کړکۍ کې وګورم او له تازه هوا خوند واخلم، دا کار هم نشم کولی؛ ځکه زه یوه نجلۍ یم.
ځیني وخت زه هم ستا غوندې ډېره ستړې کیږم، بام ته ځم او غواړم په چغو چغو وژاړم؛ خو آن جانې! حتا دا هم نه شم کولی؛ ځکه زه يو پيغله يم او دا د يوې پيغلې نجلۍ لپاره بده خبره ده، ته راته وايې چې بايد پياوړې واوسم، ما په درې کالونو کې ډېر ځان پياوړی ساتلی؛ خو نور حوصله نه لرم، اوس پخوانۍ ښکلا نه يم چې هره سختي او بده خبره په خندا تېره کړم، اوس په وړه خبره غوسه راځي، زړه مې له ډېرو ګېلو، دردونو او ماتو هيلو ډک دی، که درته راويې سپړم، اروا به دې په چغو کړم؛ خو څه وکړم؟ له ژړا پرته بله لاره نه لرم، ستا غوندې هره شپه په ژړا ويده کېږم، ځينې وختونه خپلې خاطرو کتابچې ته ليکل کوم، ته سم وايې، د پاڼو سينه تر انسانانو پراخه او لويه ده.
آه ان!
ستا غږ هغه وخت نړۍ واوارېد چې ته په دې ظالمه نړۍ کې نه وې، زما غږ به هم تر هغو څوک وا نهوري تر څو زه او زما غوندې نورې نجونې د خپلو ماتو هيلو سره دا نړۍ پرېږدو.
آن جانې!
خدای دې وکړي چې زما دا اوږد ليک دې اروا پرېشانه نه کړي، خو څه وکړم؟ په دې لويه او له ژونديو ډکه نړۍ کې چاته خپل توپاني احساسات وړاندې کړم، په دې ټولو کتابونو کې مې ته ملګرې غوندې وموندې، چې عمر او حالت دې ما ته ورته و؛ نو ما هم د خپل زړه خبره درته وليکله.