یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهمتقي وايي، د سیمې د هیوادونو په شان له لوېدیځ سره د...

متقي وايي، د سیمې د هیوادونو په شان له لوېدیځ سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی

تاند (دوشنبه، د سرطان ۴ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي نن (دوشنبې) په یوه غونډه کې وویل، دوی غواړي چې د سیمې د هیوادونو په شان د امریکا او اروپايي اتحادیې په ګډون له لویدیځ سره «مثبتې اړیکې» ټینګې کړي.

متقي په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې د ګډون لپاره د طالبانو پلاوي ته بلنه ورکړل شوې ده.

«د دوحې غونډه به په راتلونکو ورځو کې پیل شي. د افغانستان اسلامي امارت ته رسمي بلنه ورکړل شوې. دا بلنه د نړیوالې ټولنې له خوا د اسلامي امارت د زیاتیدونکي پیژندنې نښه ده،»

ده د دوحې په درېیم کنفرانس کې طالبانو ته بلنه د نړیوالې ټولنې له لوری د طالبانو د اسلامي امارت د زیاتېدونکې پېژندنې نښه وبلله.

ټاکل شوې ده چې د روان سرطان په لسمه او یوولسمه په دوحه کې د ملګروملتو په کوربه توب د طالبانو او د ۲۵ هیوادونو د ځانګړو استازو په ګډون د دوحې درېیم کنفرانس جوړ شي.

د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان په اړه د دوحې په غونډه کې د ښځو د نه ګډون په خاطر پر ملګرو ملتونو انتقاد کړی دی.

ښاغلي متقي له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره د طالبانو پر ټینګو اړیکو ټینګار وکړ.

متقي زیاته کړه:«موږ له اروپايي هېوادونو او امریکا سره هم د مثبتو اړیکو غوښتونکي یو.

له بلې خوا د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د دوی حکومت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ډیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې غواړي، خو نور هېوادونه هم باید د افغانستان پر وړاندې له دسیسو ډډه وکړي.

مجاهد زیاته کړه: «موږ له ټولې نړۍ سره دیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې غواړو او په دې باب ډاډ چې امنیت ټینګ دی او یو واحد حکومت شته چې روښانه دریځونه لري، یو فرصت دی چې باید ترې ګټه واخیستل شي.«

نوموړي دا هم ویلي چې د طالبانو استازي ته د افغانستان د څوکۍ په سپارلو سره به د بندیزونو، د شتمنیو د کنګل او د افغانستان د واکمنې ادارې پر وړاندې د شک په څېر ستونزې به هم هوارې شي.

1 COMMENT

  1. ولی الله ج درنه خیر شو که سنګه د غرب ته مخه کړی، ستاسی په اند خو کفارو سره شی اړیکی ندی روا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب