یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهویانا کې د طالبانو د مخالفانو غونډه او د ملا متقي غبرګون

ویانا کې د طالبانو د مخالفانو غونډه او د ملا متقي غبرګون

تاند (دوشنبه، د سرطان ۴ مه) د اتریش په پلازمېنه ویانا کې نن د طالبانو یو شمېر مخالفو جنګي او سیاسي ډلو نن خپله درې ورځنۍ غونډه پيل کړه، چې پکې بېلابېلې څرګندونې وشوې.

غونډې ته د خبرو پر وخت د ملي مقاومت جبهې په نوم د جنګي ډلې مشر احمد مسعود وویل، چې د طالبانو مخالفان که پخوا یو نه وو، اوس یې د یوه هدف لپاره د یو موټي کولو هڅې روانې دي.

د حزب وحدت په نوم د هزاره ګانو د یوه ګوند مشر محمد محقق بیا طالبانو سره خبرو ته هیله من و او ویې ویل، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په تېر کې له ډېر جنګي توب سره نن د بین الافغاني خبرو لېواله دی.

د حامد کرزي د ولسمشرۍ د ملي امنیت سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر دادفر سپنتا بیا وویل، چې افغانان باید پر بهرنیانو د تکیې پر ځای له خپلو تجربو درس واخلي او خپله د یوې حل لارې په لټه شي.

د ویانا غونډې یو شمېر ګډونوالو د دوحې کېدونکې غونډه کې د طالبانو رژیم سره د نړیوالو پر نرمښت نیوکې وکړې او ویې ویل، چې دوی د طالبانو د بدیل رامنځته کولو لپاره یو لاس کیږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي بیا کابل کې خپلو مامورینو سره د غونډې پر مهال ویلي، چې نړۍ د دوی رژیم سره په تعامل زیاتولو بوخت دی او د رژیم حیثیت یې درک کوي.

هغه په دوحې ناسته کې د دوی ګډون ته په اشارې وویل، چې ورځ تر بلې یې د رژیم پښې کلکې کیږي

5 COMMENTS

  1. زه فکر نه کوم چې د داسې منفورو ، ازمویل شویو څېرو په موجودیت کې چې د شورای نظار یا « جبهه مقایومت » پر محور سره راټول شویدی ، داسې غونډې د افغانستان له پاره کومه ګټه ولري .
    جنګي جنایتکار ، د کابل ښار ورانوونکی ، د 70000 کابل بې ګناه ښاریانو قاتل ، د کابل ښار د افشارو د سیمې د 15000 مظلومو شهیدانو عامل یا د نظار منفوره شورا ټول ولس ته معلومه ده . لاتر اوسه د کابل ښاریانو له حافظې نه ده وتلې . دې منفورې جنایتکارې ډلې د کابل ښار ټول کورونه وران کړل . د هغوی شتمني او د شهزاده سرای د صرافانو ټوله سرمایه یې لوټ کړه . د افغانستان د دفاعي قواوو ټول تجهیزات ، وسایل ، مرمۍ ، 4500 ټانکونه ، 700 نظامي الوتکې او ډول ډول توغندی ویشتونکې دستګاوې یې ټول د خپل مشاور جنرال حمید ګل له سره جار کړل .
    د شورای مقایومت مرستیالانو او انډیوالانو په دشت لیلي که 16000 ټالب اسیران د ټولو نړیوالو قوانینو او اصول پرخلاف ووژل . په تېرو شلو کلونو کې دوی د نړیوالو بشردوسته انسانانو میلیاردونو دالرو مرستې چور او تالان کړې ، چې اوس د هغوی له برکته په دوبۍ ، ترکیه او نورو ځایونه کې په عیش او ناز سره ژوند کوي .
    وایي : ګرسنه را خواب میبرد ، آموخته خور را نې .
    نو اوس تاسې څه فکر کوئ ، آیا دوی د افغانستان د ولس او سرنوشت له غمه مړه دي ؟

  2. د عبدالباری جهانی د موږک شیر دغه نیم بیت د ویانا د ګډونوالو لپاره بس دۍ او هغه نیم بیت داسی دۍ: چی د بل په مټو غټ سی او زمرۍ سی …په هغه ګړۍ له قام څخه پردۍ شی،،، اول غوښی خوری د خپلو قربانیانو…..خښوی داړي پر خپلو په یارانو. دایی هیره وی چی نن ته تیریدل شته…چی هسکیږی یوه روځ ښکته کیدل شته،
    دا را ټول شوی هغه خلک دی چی د دوی له لاسه چا پښتو نه شوای ویلۍ اوکه کوم چا به پښتو خبره وکوله سمدلاسه به یی ورته ویل چی فارسی یاد نداری،مسلمانی ګپ ده(بزن)، ما پخپله ستریمحکمی ته په پښتو باندی عریضه لیکلی وه را ته رد یی کړه بیا د یوه دوست د سپآرښتنی په بنسټ می هماغه متن په دری ولیکلو سمدلاسه یی احکام ورباندی راکړل. د دغو لنډه غرو،مفسدینو د جنایاتو دوسیه دومره پنډه ده چی په کتابونه ورباندی ډکیږی. دا هغه مفسدین،منافقین،متعصبین،زږر واکی ،غاصبین او بیناموسان دی چی په هیڅ اړ او غوړ ندی. دوی د فقیرۍ څخه میلیاردران شول،دری نیم میلیونه جریبه ځمکی یی غصب کړی وه او د کابل د سقوط نه یوه روځ وړاندی د پآکستان په ځانګړی رالیږلی الوتکه کی اسلام آباد تهی ولاړل.غلامی توره وی که سپینه؟! د احمد مسعود پلار د بهرنیو استخباراتو لپاره د طالبانو د غوا غوندی وو چی هر څوک به ورنیږدی شول ده به سپین داړی جینګی ورته نیولی وی، دسرو لښکرو سره د افغانستان د مجاهد ولس د آرمانو سره ملی خیانت ده وکړو. اوس نو په دوی دناستي ځای ولاړ دی او کاغذی مانورونه کوی (په رویبارانو پوره نه شوه….اوس به ځولۍ په نارولو ګرزومه). تاسو هغه د شهدای صالحین د کباړ زړو پورزوته ورته یاست نور د هیڅ درد درمل نه یاستۍ. افغان ولس تاسو سیاسی حرامیان نور عاق کړۍ یاست.خو افسوس چی د طالبانو جهالت او بیځایه سر زوری او د ولس د نیمایی بدن سره ضد او خیانت ستاسو د تور مخ او کرغیړنی څیری پرده کړیده.

  3. په وینا کی ځینی متعصبه کولابی کړیي ژوند کوی. چه د هغو په کمک او مرسته یی یو هوټل د دغه لنډغرانو د شخصی غونډو په خاطر نیولی.
    دوی غواړی چه فقط افغانانو ته وښایی چه مونږ غونډه وکړه، دغه غونډه کوم رسمی اهمیت نلری او د وینا حکومت پکی هم کومه برخه نه لری.
    د دوی په فکر دغه شغالان غواړی چه په دغه غونډه د افغانستان ریشتنی بچیان تیر باسی. خو د دوی د دغه بی هدفه غونډو سره ریښتینی افغانان د پخوا څخه بلد دی.
    دوی نمک حرامه چه زیادتره یی افغانیت نه منی، خو په جیبونو کی یی د افغانستان پیژند پاڼه او پاسپورت پروت دی. د دغو خلکو د جنایاتو له کبله هیڅ بل هیواد دایمی اسناد نه ورکوی او موقتی اسناد یی د افغان په نوم ورکړیدی.
    لنډه دا چه که هر حکومت راشی نور دغه نمک حرامه خلک ریښتنی افغانان په افغانستان کی نه پریږدی. او دخپلو مړو د خښولو لپاره به په تاجکستان او ایران کی د قبرستان غم کوی.

  4. سمونه : په ویانا کی څینی متعصبه کولابي کړيي ژوند کوی.
    : د ویانا حکومت

  5. چې دی هوډ د زمري نه وي
    څه به ته څه به دی کړه وي
    خاین وي کولابي یې افغان نه وي
    لاهو په سمندر په ویاله نه وي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی