یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهملا خیرخواه: د رسنیو مخکینی قانون په لږ بدلون سره عملي...

ملا خیرخواه: د رسنیو مخکینی قانون په لږ بدلون سره عملي کوو

تاند (دوشنبه، د سرطان ۴ مه) د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخواه وایي ، چې وزارت یې د رسنیو په مخکیني قانون کې له لږو بدلونونو سره دغه قانون عملي کوي.

نوموړي پکتیا کې خبریالانو سره یوې ناستې ته دا خبره کړې.

ورته خبره بیا- بیا تر دې مخکې طالب چارواکو کړې او د نورو قوانینو تر څنګ یې د رسنیو لپاره د قانوني تشې د ژر ډکولو ژمنه کړې، خو ژمنه یې نه ده عملي کړې.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد څو میاشتې مخکې ویلی وو، چې د رسنیو قانون تعدیل شوې طرحه د دوی عمومي مشر ملا هبت الله ته استول شوې، چې ژر یې نهایي او د عملي کیدو اعلان یې وشي.

د طالبانو وزیر نن ویلي، چې دوی په یاد شوي قانون باندې زیاتې ملاحظې نه لرلې؛ بلکې ځینې موارد یې پکې بدل کړي او د ده په خبره ملي ګټو او اسلامي شریعت ته پکې ډېر ځای ورکړل شوی.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره درې کاله کیږي چې افغانستان د اساسي قانون په ګډون زیات قوانین نه لري.

د رسنیو په برخه کې طالبان تر ډېره په خپلسرۍ او خبریالانو سره په ناوړه چلند او سانسور تورن شوي، خو دوی دا ادعاوې ردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی