Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد جنوبي افریقا پانګوالو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده

د جنوبي افریقا پانګوالو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده

تاند (دوشنبه، د سرطان ۴ مه) د طالبانو د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال “عبدالغني برادر” د جنوبي افریقا له یو شمېر پانګوالو، پوهانو او د روغتیايي سیکتور کارپوهانو سره وکتل.

د ملا برادر د دفتر د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د جنوبي افریقا پانګوالو وویل چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه شته او د کانونو په برخه کې یې پانګونې ته لېوالتیا وښوده.

خبرپاڼه زیاتوي چې د جنوبي افریقا پلاوي ویلي چې په پرمختللې ټکنالوژي د افغانستان د کانونو له استخراج او پروسیس سره مرسته کولی شي.

د دغه هېواد د روغتیايي سکتور متخصصانو هم د طالبانو د ريیس الوزرا له اقتصادي مرستیال سره په کتنه کې اعلان وکړ چې دوی غواړي د افغانستان د روغتیا وزارت په همغږۍ یو معیاري او مجهز روغتون جوړ کړي، څو د روغتیايي سکتور ملاتړ وکړي او افغانانو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

ملا برادر هم د جنوبي افریقا پانګوالو، پوهانو او د روغتیايي سیکتور متخصصانو ته د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ او ویې ویل: اوس مهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره ده او کورني او بهرني پانګوال کولای شي له دې فرصته ګټه پورته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...