شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاسترالیا ته د هند ماتې، افغانستان نیمه پایلوبې ته نژدې کړ

استرالیا ته د هند ماتې، افغانستان نیمه پایلوبې ته نژدې کړ

تاند (دوشنبه، د سرطان ۴ مه) د کرکټ د نړیوال شل اوره جام د ۸ غوره لوبډلو د سیالیو په لومړي ګروپ کې نن هند استرالیا ته په ۲۴ منډو ماته ورکړه او په دې توګه افغانستان نیمه پایلوبې ته یو ګام نور نژدې شو.

هند د ۵ لوبغاړو د بایللو او د ۲۰ اورونو په پای کې ۲۰۵ منډې وکړې چې دا په دې شل اوره جام کې زیاتې منډې وې.

د هند لپاره د دغه ټیم کیپتان روهیت شرما په ۴۱ توپونو ۹۲ منډې وکړې. استرالیايي لوبغاړي په ځوابي بیټنګ یا توپ وهنه کې تر یوه وخته ښه پرمخ روان وو، خو کله چې میچل مارش د ۳۷ منډو له سوځېدو او تراویس هیډ له ۷۶ منډو وروسته وسوځېدل، د استرالیا د ګټلو هیله په نهیلۍ بدله شوه. خو له دې سره سره استرالیا د هند د لوړ هدف په وړاندې ښه توپ وهنه وکړه. د ۷ لوبغاړو له سوځېدو او د ۲۰ اورونو په پای کې یې ۱۸۱ منډې وکړې.

دې ماتې د افغانستان په وړاندې د استرالیا رنز رېټ ټیټ نه کړ. اوس هم استرالیا منفي صفر اعشاریه ۳۳۱ ده خو افغانستان منفي صفر اعشاریه ۶۵۰ دی. د دې معنا دا ده چې که افغانستان بنګله دېش ته ماته ورنه کړي، بیا هم استرالیا له لومړي ګروپ څخه د دوهم ټیم په توګه نیمه پایلوبې ته وځي خو که افغانستان بنګله دېش مات کړ، په تاریخ کې به په لومړي وار نیمه پایلوبې ته ووځي.

د افغانستان او بنګله دېش مسابقه سبا (سې شنبې) د افغانستان د سهار په ۵ بجې پیلیږي.

له دوهم ګروپ څخه جنوبي افریقا د لومړي ټیم او انګلیستان د دوهم ټیم په توګه نیمه پایلوبې ته وتلي دي.

که افغانستان بنګله دېش ته ماته ورکړه، په نیمه پایلوبه کې به له جنوبي افریقا سره مخامخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب